لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دوبۍ نړیوال هوايي ډګر تېر کال ۸۶.۹ میلیونه مسافر تللي


واشنګټن – په دوبۍ نړیوال هوايي ډګر باندې چې په نړۍ کې د نړیوالو پروازونو لپاره تر ټولو مصروفه هوايي ډګر دی، تېر کال د تلونکو مسافرو شمېر د کورونا وبا څخه د مخکې کال یعنې ۲۰۱۹ نه هم زیات شوی دی.

که څه هم د مسافرو دا شمېر د ۲۰۱۸ کال نه کم دی خو د ۲۰۲۳ کال شمېرې ښيي چې د دوبۍ هوايي‌ ډګر د کورونا وبا له دور نه وروسته څومره بېره سر راپور ته کړی.

په ټولیزه توګه په ۲۰۲۳ کال کې ۸۶.۹ میلیونه مسافرو له دغه دوبۍ هوايي ډګر څخه کار اخیستی. دغه شمېره په ۲۰۱۹ کال کې ۸۶.۳ میلیونه وه.

په ۲۰۱۸ کال کې بیا دا شمېر ۸۹.۱ میلیون ته رسېدلې وه خو په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېره ۶۶ میلیونو ته راکمه شوې وه.‌

د دوبۍ د هوايي ډګرونو مشر (سي اي او) اسوشیېټېډ پریس ته وویل، "زه فکر کوم چې له کورونا نه وروسته زمونږ فعالیت بې ساري دی او ټکنالوجي هم پکې رول لوبولی او هر څه یې اسانه کړي او زمونږ خلکو هم پکې د پام وړ رول لوبولی."

له دوبۍ هوايي ډګر څخه د هند، سعودي عرب، برتانیې او پاکستان مسافر کار اخلي او روس هم د دوبۍ لپاره لوی مارکیټ دی او په اوکراین باندې د ماسکو د جګړې پر وخت هم د هغوی پر مخ پرانیسی دی.

دوبۍ د لومړنیو هغو ښارونو څخه ده چې د کورونا وبا پر وخت سیلانیانو ته بېرته پرانېستل شوې وه.

له دې سره د دغه هېواد سیلګرۍ ته ډېره ګټه ورسېدله او د برج خلیفه او نورو عصري ځایونو لیدلو ته په میلیونونو سیلانیان ورغلل.

د فیبرورۍ په لومړیو کې دوبۍ اعلان وکړ چې دوی په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۷.۱۵ میلیونو نړیوالو سیلانیانو کوربه وو.‌

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر تر سلو زیاتو هوايي شرکتونو په مرسته د نړۍ په ۱۰۴ هېوادونو کې ۲۶۲ ځایونه سره نښلوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG