لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هاى کورټ د لا درکه بلوچ طالب علمانو په مقدمه کې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ يو ځل بيا عدالت ته د بلې اورېدنې لپاره غوښتی دی


اسلام اباد هاى کورټ د لا درکه بلوچ طالب علمانو په مقدمه کې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ يو ځل بيا عدالت ته د بلې اورېدنې لپاره غوښتی دی نور تفصيل د ارشد حسېن په راپور کې.‌

اسلام اباد هاى کورټ د لا درکه بلوچ طالب علمانو په مقدمه کې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ يو ځل بيا عدالت ته د بلې اورېدنې لپاره بللی دی

د دې ترڅنګ عدالت په جبري توګه د لا درکه کړی شوو بلوچ زده کونکو د موندلو لپاره د اي اېس اي د ډاېرکټر جنرل، ملټري انټليجنس ډي جي او د ډاېرکټر انټليجنس بېورو په مشرۍ کې د درې کسيزه کمېټۍ جوړېدو امر هم کړی دی.

د بشري حقونو ادارې، د لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقونو لپاره کار کونکي غورځنګونه د خلکو په جبري توګه د لا درکۍ تور د پاکستان په پوځ او په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کوم کسان چې لا درکه ګڼل کېږي کېدې شي چې د وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي او یا بل کوم هېواد ته تښتېدلي وي.

نور تفصيل د ارشد حسېن په راپور کې.‌

XS
SM
MD
LG