لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان یو چارواکی وایي پاکستان به زر له پولیو پاک هېواد وګرځول شي

د بلوچستان د سرحدي ضلعو کمشنر طارق رحمان بلوڅ وایي، هغه وخت لرې نه دی، چې پاکستان به له پوليو وايرس پاک يا پوليو فري هيواد وګرځول شي. برسېره د ږوب ډويژن پولې له افغانستان او جنوبي وزيرستان سره لګېدلې، خو بيا هم په دې سرحدي ضلعو کې مثبت کېس نه دی رپوټ شوی.

د سرحدي ډويژن ږوب کمشنر طارق رحمان بلوڅ وي او اې ډيوه په ځانګړې مرکه کې وویل، دا سيمه ډېره پراخه ده، چې د پښتونخوا صوبې ډېره اسماعيل خان، ټانک، واڼه او د افغانستان پکتيکا ولایت ته څېرمه ده. دلته د خلکو تګ راتګ هم زيات کېږي، خو د سيمې حکومتي چارواکو د پوليو وايرس د مخنيوي کار سنجیده ګڼلی دی.

"زموږ په ضلعو کې له تېرو کلونو راهيسې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی. دلته د پوليو وايرس د ختمولو لپاره موږ په ډېره منظمه توګه کار کوو. زموږ په اند دا ډېره مهمه ده، چې تر هر ماشوم پورې د پوليوضد قطرې ورسېږي. ځينو سيمو ته تګ ګران کار دی، خو بيا هم زموږ فرنټ لاين کارکوونکو ځانونه رسولي او ماشومانو ته يې قطرې ورکړې دي".

په بلوچستان کې د پوليوضد کمپېنونه د امنيتي عسکرو په بدرګه تر سره کېږي. په تېره بيا په کليوالو او غرنیو سيمو کې امنيتي عسکر له پوليو کارکوونکو سره اوږه په اوږه کار کوي. ښاغلی بلوڅ زياتوي، د وايرس ختمول د ټولنې د هر فرد ذمه واري یا فرض دی.

"د امنيت په برخه کې پوليس، ليويز او په ځينو سيمو کې سرحدي مليشه يا ايف سي عسکر هم د پوليو ټيمونو امنيت ساتي. دا د ټولو ګډ کار دی، چې د يو ټيم په توګه يې موږ ټول کوو. هغه وخت لرې نه دی، چې موږ پوليو له پاکستانه په بشپړه توګه ختم کړو".

د ږوب ډويژن درې ضلعې ږوب، شېراني او کلاسيف الله حکومت ځکه د پوليو وايرس له پلوه ډېرې مهمې ګڼي، چې دلته د موسمي خلکو يا کډوالو تګ راتګ زيات وي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG