لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم لیګ (ن) ویلي پیپلز پارټي به د مرکزي حکومت برخه وي خو پیپلز ګوند وايي حکومت کې نه شاملېږي


په پاکستان کې د نوي حکومت جوړولو لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ سلا مشورې دوام لري اؤ د مسلم لیګ(ن) ګوند یو وتلي مرکزي مشر رانا ثناء الله ویلي چې درې ګوندونه مسلم لیګ نواز، پاکستان پیپلز پارټي اؤ ایم کیو ایم به په مرکز کې د ایتلافي حکومت برخه وي.

خو د تحریک انصاف ګوند چیرمین بیرسټر ګوهر خان بیا ویلي دي چې ولس په عامو ټاکنو کې تحریک انصاف ګوند ته خپلې رایې ورکړې دي اؤ اوس باید ولسي رایې ته په درناوي کولو دې ګوند ته په مرکز، خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې د حکومتونو جوړولو حق ورکړل شي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو اوړمه ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې د هغه ګوند به د وزیراعظم په منصب شهباز شریف ته خپله رایې ورکوي خو د کابېنې برخه به نه جوړیږي.

د پيپلز ګوند د اطلاعاتو سېکرېټري فيصل کريم کنډي مطبوعاتو ته ويلي چې ګوند به يې فى الحال په وفاقي کابینه کې نه شاملېږي او شهباز شريف ته د کابېنې جوړولو اختیار ورکړی شوی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند د پنجاب صوبې صدر رانا ثناء الله تېره شپه د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال وویل پیپلز ګوند به هم د ایتلافي حکومت برخه وي.

هغه وویل د حکومت سازۍ په اړوند په ځېنو معاملو اتفاق شوی اؤ هغه مخې ته راغلي دي خو ولې ځینې شیان بیا لا تر اوسه مخې ته نه دي راغلي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ثناء الله ویلي که چرې تحریک انصاف ګوند خپل حکومت جوړول غواړي نو بې شکه جوړ دې یې کړي خو وایي هغوي سره د حکومت جوړولو لپاره د خپلو غړو شمېره پوره نه ده اؤ د بل چا سره کښیناستل اؤ خبرې کول نه غواړي.

د تحریک انصاف ګوند چېرمین بیرسټر ګوهر خان پخپل یو بیان کې ویلي چې په اتمه فرورۍ شوؤ انتخاباتو کې ولس پي ټي‌ آي ته خپلې رائ ورکړي دي اؤ اوس دا ګوند باید پرېښودل شي چې په مرکز، خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې مضبوطه حکومت سازي وکړي.

هغه ویلی تاریخ د دې خبرې ګواه دی چې کله هم په ملک کې دستور اؤ جمهوریت ته شا کړل شوې اؤ د ریاست د نظم چلولو هڅه شوې ده نو ملک په بحرانونو کې ښکېل شوی اؤ حادثو د پاکستان دروازه وهلې ده.

هغه ویلي د هر رقم خنډانو اؤ سازشونو باوجود ولس په خلاص مټ انتخاباتو کې تحریک انصاف ته د خپلې مشرولۍ کولو واک ورکړی دی خو اوس د ولس په رایو ډاکه وهل کیږي اؤ ملک کې د حقیقي جمهوریت اؤ د ایین د سرلوړۍ مخه نیول کیږي چې دا په هیڅ توګه د پاکستان په ګټه نه ده.

څيړونکى وايي د پاکستان نوی حکومت به که يو خوا د سياسي ستونزو سره مخامخ وي نو بلخوا به ورته یو مشکل اقتصادي صورتحال ور په غاړه وي.

څيړونکي وايي نوی اېتلافي حکومت به د پاکستان د کمې اقتصادي ترقۍ، ګرانۍ او د بې روزګارۍ په شان مسلو سره مخامخ وي. د دې ترڅنګ پاکستان په درنو ملکي او غېر ملکي قرضونو کې هم ښکیل دی.

د پاکستان د مرکزي بېنک د شميرو له مخې دهېواد قرضونه 65189 ارب روپو ته رسيدلي دي.

څېړونکي په دې نظر دي چې د سیاسي ګوندونو اتحاد، ښه معاشي نظام او ښه حکومت د پاکستان اقتصادي مسلې په حل کولو کې مرسته کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG