لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او: 2024 کې افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو لپاره اضافي 352 میلینه ډالرو ته اړتیا ده


د روغتيا نړيوالې ادارې پخپل تازه رپوټ کې ويلي په افغانستان کې د ضرورمندو کسانو شمېره زياته شوې او کال 2024 کې شاوخوا 24 ميلينه خلک روغتيايي مرستو ته اړتيا لري۔ اداره وايي په دې لړ کې د بوديجې بشپړولو او خلکو ته خدماتو ورکولو دپاره اضافي 352 ميلينه ډالرو ته ضرورت دی.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان وايي د جمهوري نظام د ختمېدلو په نتيجه کې د مرستو کمېدل او اقتصادي ناورين راتلل هغه عوامل دي چې په هېواد کې روغتیايي مرستو ته ضرورت سېوا شوی دی۔

د روغتيا نړيوالې ادارې پخپل وروستي رپوټ کې ويلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتيا زیاته شوې ده او د 2021 اګست مياشتې وړاندې چې کوم 18،4 ميلينه خلکو مرستو ته اړتيا لرله په 2024 کې يې شمېره نږدې 24 ميلينه ته رسېدلې ده.

د اقتصادي چارو افغان څېړونکي وايي د سياسي بدلون په نتيجه کې د مرستو کمښت او اقتصادي بحران پیدا کېدو له وجې د روغتيا په برخه د مرستو طلب سېوا شوی دی، دوی وايي په بهرني امداد د انحصار کمېدو دپاره به خلکو ته د روزګار زمينه برابرول وي.

د اقتصادي چارو افغان څېړونکی تاج محمد ځلاند وایي، "عمده لامل يې د نړيوالو مرستو کمېدل چې دوی به د روغتيا په برخه کې د خلکو سره کومکونه کول، صحي تعليماتو کمښت دی او اقتصادي ستونزې دي او هم په دې اساس خلک پاکو اوبو، پاکو خوړو او د سون موادو ته لاسرسی نه لري".

د روغتيا نړيوالې ادارې د رپوټ ترمخه 2024 به د ستونځو او چېلنجونو کال وي، وایي د 2024-25 کلونو دورې دپاره 352 ميليونو ډالرو ته اړتيا لري چې د روغتيا په برخه کې د افغانانو سره مرستې وشي.

د ادارې په رپوټ کې ويل شوي چې د ښودل شوې ابادۍ 9،5 ميلينه خلک چې د 20،000 نه سېوا کليو کې ژوند کوي لا هم لومړنيو روغتيايي خداماتو ته محدود يا هيڅ لاسرسی نه لري.

د ښځو او ماشومانو د حقونو افغان فعالانې وايي که چېرې په هېواد کې د روغتيا مرکزونو بندېدل دوام وکړي نو دا به د ټولنې په مجموعي ژوند خراب اثر پرېباسي.

د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ وایي، افغانستان پخوا په دې کې برخه کې د نړيوالو ادارو له طرفه عمومي سنټرونه درلودل چې په خېريه شکل کې به يې خلکو ته خدمات وړاندې کول:

"ځيني مراکز د نابينا او هغه چا دپاره وو چې خبرې نه شي کولی. متصفانه دغه مراکز ټول تړلي دي او دلته فعاليتونه نه کېږي او هم په دغه اساس د ضرورت کچه ډېره لوړه تللې ده او دغه ستونزو سره افغانان لاس او ګريوان دي".

د روغتيا نړيوالې ادارې ويلي چې د فنډونو د کمي له وجې تېر کال د صحت ټول 428 سهولتونه يا مرکزونه بند شول چې له امله يې د 30 لکو نه سېوا خلکو د روغتيا په برخه کې مرستو ته لاس رسی متاثره شو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG