د پاکستان سپريم کورټ په وروستيو کې د احمدي ډلې يو تن په قضیه کې فېصله اورولې وه او هغه یې په ضمانت خوشی کړی وو.
د يادې فېصلې اورولو وروسته د سپريم کورټ په چيف جسټس قاضي فايز عيسا په ټولنيزو رسنيو نيوکې شوې او مذهبي ډلو ورته سخت غبرګون ويلی وو.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، سپريم کورټ پرېکړې کړې په ياده اورول شوې فېصله به د ديني ادارو نه مرسته ترلاسه کوي.
ويل شوي، سپريم کورټ نن په اورېدنه کې ويلي د اسلامي نظرياتي کونسل او جامعه نعيميه نه به په دغه فېصله مرسته او نظر ترلاسه کوي، او حکم یې کړی چې د فېصلې کاپي دې قران اکېډمي کراچۍ او جمعیت اهل حدیث ته هم ولېږل شي.
په شپږمه فرورۍ سپريم کورټ د مبارک احمد نومې تن چې د احمدي ډلې دی، په ضمانت د خوشي کولو حکم کړی وو، په تورن تن د قران اېکټ د سرغړونې لاندې درې تورونه لګول شوي وو.
په اورېدنه کې د جماعت اسلامي ګوند وکیل شوکت صديقي عدالت ته وړاندې شوی او په اورېدنه کې په فېصله بحث شوی او عدالت بیا اورېدنه د درېو اوونيو پورې ځنډولې او مختلفو ديني مدرسو او ادارو ته یې نوټسې لېږلي دي.
د کال 2022م په دسمبر کې د پنجاب په چنيوټ ښار کې د احمدي ډلې سره تعلق لرونکې يوې ښځې په ګډون د پينځو کسانو پرضد مقدمه درج شوې وه.
د مقدمې درج کوونکي مدعي د تحفظ ختم نبوت فورم نومې تنظيم سيکرټري محمد حسن معاويه ويلي وو، په اووم مارچ 2019م د الحفظ عايشه اکېډمۍ په کليزه دستوره کې په ماشومانو د قران بدل شوی تفسیر وېشل شوی وو.
په مقدمه کې ويل شوي وو ياد تفسير د ايين د 295 بي او 295 سي د قران د قانون سرغړونه ده، او د يادې دستورې د راجوړونکي او بدل شوي قران د تفسير وېشونکي پرضد د کارروايۍ خواست شوی وو.
Forum