لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسانو په اوکراین د ډرون بریدونه کړي او د اروپا رهبران د اوکراین د ملاتړ لپاره راټول شوي


واشنګټن – د اوکراین پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، روسي ځواکونو په دغه هېواد باندې تېره شپه په ۱۴ ډرونونو او شپږو توغندیو بریدونه کړي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې د اوکراین د هوايي‌ دفاع سیستمونو په خارکیېف او ډینیپرو سیمو کې له ۱۴ څخه نهه ډرونونه غورځولي.

پوځ ویلي، چې اوکراین همدارنګه درې توغندي هم شنډ کړي دي.‌

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د اروپايي ټولنې رهبران نن د ګل یا دوشنبې په ورځ په پاریس کې د دې لپاره راټول شوي چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته خپل پیغام واستوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون خپلو اروپايي سیالانو ته وروسته له هاغې په بیړه د فرانسې په ایلیسې ماڼۍ کې د یوې کاري غونډې لپاره بلنه ورکړه کله چې یې سلاکارانو وویل،‌ چې روسانو په تېرو اونیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

له امریکا څخه دې غونډې ته د اروپا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جېم اوبراین او له کاناډا څخه ددغه هېواد د دفاع وزیر ورغلي دي.

د فرانسې د ولسمشر یو سلاکار خبریالانو ته ویلي، "مونږ غواړو چې پوتین ته دا ښکاره پیغام واستوو چې هغه به یې په اوکراین کې و نه ګټي."
خو هغه وویل،‌ دغه غونډه به اوکراین ته د نویو وسلو د استولو یو فرصت نه وي خو په دې به پکې خبرې وشي چې په ډګر باندې ډېر ماثر وي او دغه ډول د متحدینو او اوکراین ترمنځ به پکې همغږي زیاته شي.

د اوکراین لپاره پوځي مرسته

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، د یرغلګرو ځواکونو پرضد د اوکراین بریا د لویدیځ مرستو ته پورې تړلې ده او زیاته یې کړه چې دی له لویدیځ څخه کیېف ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د استولو په اړه "مثبت" احساس لري.

زېلینسکي چې په کیېف کې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، دی باور لري چې د امریکا کانګرس به له اوکراین سره نوې پوځي او مالي مرسته تصویب کړي خو اوکراین اړتیا لري چې دا پرېکړه په یوه میاشت کې وشي.

کله چې له زېلینسکي څخه امریکا غږ پوښتنه وکړه چې ایا دا امکان شته چې په جولای کې په واشنګټن کې د ناټو په پلان شوې سرمشریزه کې به اوکراین ته په ناټو کې د یوځای کېدو بلنه ورکړل شي؟

هغه وویل،‌ "څومره چې زه پوهېږم، د ناټو ټول غړي اوکراین ته د یوې داسې بلنې ملاتړ کوي. او هر یو په دې موافق دي‌ چې په راتلونکې کې به اوکراین له ناټو سره وي. دا بلنې د استولو دا پرېکړه امریکا او جرمني پورې اړه لري. دا یو حقیقت دی."

امریکا او جرمني اوکراین ته تر ټولو زیاته پوځي او اقتصادي مرسته ورکوي.

دواړو هېوادونو له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو ملاتړ څرګند کړی خو چارواکو ویلي، چې اوس یې وخت نه دی.

زېلینسکي دغه ډول د لومړي ځل لپاره وویل، چې د روس په یرغل کې ۳۱۰۰۰ سرتېري وژل شوي.

"نه درې لکه او نه یو نیم لک خو بیا هم دا زمونږ لپاره لوی زیان دی."

د بایډن اداره له اوکراین سره د مرستې لپاره د ۶۱ بیلینو ډالرو غوښتنه کوي خو دغه قانوني مسوده د کانګرس په استازو جرګه کې چېرې چې جمهوري غوښتونکي یا رېپلېکنز اکثریت لري پر ځای ولاړه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG