لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنګري په نېټو کې د سویډن غړیتوب ته منظوري ورکړه


د هنګري پارلېمان د ګل/دوشنبې په ورځ نېټو کې د سویډن د شاملېدو منصوبې ته د تایيد رایه ورکړه او په دې توګه یې د سویډن اتلس میاشتېنی انتظار ورختم کړ. د سویډن په شاملېدو سره نېټو په داسې حال کې وسعت پیدا کوي چې روس په ختیځه اروپا کې اوکراین باندې حمله کړې او د دې پوځي یرغل دوه کاله یې پوره شول.

تر دې وړاندې تېر کال فېلېنډ د نېټو په پوځي اتحاد کې شامل شوی و، او د سویډن په شاملېدو به د نېټو د غړو هېوادونو شمېر دوه دېرشو (۳۲) ته ورسېږي.

په نېټو کې د شاملېدو شرط دا دی چې د دې اتحاد ټول غړي ملکونه باید په اتفاق سره د نوي ملک شاملېدو ته د منظورۍ رایه ورکړي. د سویډن شاملېدو ته ټولو نېټو ملکونو رایه ورکړې وه، بغیر د هنګري چې دا دومره وخت یې دغه پروسه ځنډولې وه.

د هنګري وزیراعظم وېکټور اوربان، چې یو ښي اړخی قامپرست دی او د روس سره یې نږدې تعلقات جوړ کړي، ویلي و چې د هنګري په جمهوریت باندې د سویډن د سیاستمدارانو تنقید د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات خرابه کړل او د واکمن ګوند د پارلېمان غړي یې خفه کړل.

خو د سویډن وزیراعظم اولف کرېسترسن تېره د جمعې ورځ د هنګري په پایتخت بوداپست کې د اوربان سره وکتل او داسې ښکاره شوه چې د میاشتو میاشتو سفارتکاري تناوونو وروستو، دواړه مشران روغې جوړې ته رسېدلي دي.

د دې ملاقات نه پس، دواړو مشرانو د دفاعي صنعت د یوې لوظنامې اعلان وکړ چې ترمخه یې هنګري د سویډن نه څلور جنګي جهازونه اخلي او ترڅنګ یې د پخوانیو اخستل شوو جهازونو د سروس یا خدماتو تړون به هم غځول کیږي.

د هنګري وزیراعظم ویکټور اوربان وویل: "د بل ملک سره په شریکه نېټو کې غړیتوب په دې معنا دی چې مونږ حاضر یو د یو بل دپاره ومرو (ځان فدا کړو). د دفاعي او پوځي قابلیتونو په برخه کې یوه معامله، دا مرسته کوي چې د دواړو ملکونو ترمنځ اعتماد بېرته بحاله شي."

کرېسټرسن نېټو کې د سویډن شاملېدل، "یوه تاریخي ورځ" وبلله او په اېکس باندې یو پوسټ کې یې وویل: "مونږ حاضر یو چې د نېټو امن ته خپل د ذمه وارۍ برخې ته اوږه ورکړو.

د نېټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې "د سویډن ممبرشپ به مونږ لا پیاوړي او لا محفوظه کړي."

د نېټو د منشور لاندې، چې د دویمې عالمي جګړې وروستو جوړ شوی، د دې پوځي اتحاد ټول غړي مجبور دي چې که د دې اتحاد په یو ملک هم حمله وشي، نو ټوله به یې دفاع کوي.

د نېټو د منشور دغه دفعه صرف یو ځل عملي شوې او هغه په ۲۰۰۱ کال کې و چې امریکا باندې د القاعده ډلې لخوا د سپټمبر د یوولسمې نېټې حملې وشوې او بیا امریکا او نېټو اتحادیانو په افغانستان باندې یرغل وکړ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG