لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر علوي د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو سپارښتنه  رد کړه، سپیکر پخپل سر د غونډې رابللو پرېکړه کړې


د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو په اړه د نګران وزیراعظم لخوا په ورلېږل شوې سمرۍ یا سپارښتنه باندې اعتراض کړی دی اؤ هغه یې بېرته لېږلې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د صدر لخوا د سمرۍ رد کولو وروسته دقامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پخپله د قامي اسمبلۍ دغونډې رابللو پرېکړه کړې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي صدر علوي د نګران وزیراعظم په سپارښتنه اعتراض راپورته کړی چې وړومبی باید په قامي اسمبلۍ کې د ښځو اؤ اقلیتونو ځانګړې څوکۍ ډکې کړل شي له هغې وروسته به د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل کیږي.

صدر علوي د اسمبلۍ د غونډې رابللو سمري د وزیراعظم ماڼۍ اؤ د پارلیماني چارو وزارت ته بېرته لېږلې ده.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د هیواد صدر ته له ټاکنو وروسته په ۲۱ ورځو کې دننه د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل وي خو دا ځل چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عامې ټاکنې شوي په دغو ټاکنو د نولسو ورځو تېریدو باوجود هم تراوسه د هیواد د صدر له اړخه د قامي اسمبلۍ غونډه نه ده رابلل شوې.

د الیکشن کمیشن پخواني سیکریټري کنور محمد دلشاد وي او ای ډیوه ته ویلي ،د ایین ۲۲۴مه ماده وایي له ټاکنو وروسته په ۲۱ؤ ورځو کې دننه به د قامي او صوبایي اسمبلیو غونډې رابلل کیږي او دغه موده به د روانې میاشتې په ۲۸مه(سبا) پای ته ورسېږي.

پاکستاني رسنۍ وایي د صدر لخوا د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو له سپارښتنې رد کېدو نه وروسته د اسمبلۍ اسپیکر د اییني ماهرانو اؤ د اسمبلۍ سیکرټریټ د لوړ پوړو چارواکو سره مشورې کړي اؤ د ایین د ۹۱مې مادې د دویمې دفعتې لاندې یې په ۲۹ فرورۍ د قامي اسمبلۍ د غونډې رابللو پرېکړه کړې ده.

تر دې وړاندې نګران وزیراعظم انوار الحق کاکتړ صدر علوي ته سپارښتنه لېږلې وه چې د نوې قامي اسمبلۍ غونډه باید په ۲۶مه فرورۍ سهار لس بجې راوبلي.

د صدر لخوا د سمرۍ مسترد کېدو نه وروسته که چرې اوس د قامي اسمبلۍ غونډه د اییني مودې په اساس په ۲۹مه فرورۍ وشي نو هم په دې ورځ به د قامي اسمبلۍ نوي منتخب غړي د اسمبلۍ د غړیتوب لوړه کوي اؤ بیا به هم په دې ورځ د نوي اسپیکر د ټاکنې لپاره مهال ویش جاري کولی شي.

د سپیکر د ټاکنې مهال ویش جاري کېدو نه وروسته به د مارچ په وړومبۍ نېټه د سپیکر د ټاکنې لپاره کاغذونه جمع کولی شي اؤ بیا به په دویم مارچ د قامي اسمبلۍ د سپیکر اؤ مرستیال سپیکر انتخاب کولی شي.

همدا شان په دریم مارچ به د وزراعظم د ټاکنې لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولی شي اؤ په څلورم مارچ به نوی وزیراعظم ټاکل کیږی اؤ په نهم مارچ به بیا د صدر انتخاب کولی شي.

په پاکستان کې د مرکزي حکومت جوړولو لپاره د قامي اسمبلۍ د ټولټال ۲۶۶ څوکیو څخه ۱۳۴ څوکیو لرلو ته اړتیا وي اؤ مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند خپلو کې له اتحاد کولو وروسته دا وخت په قامي اسمبلۍ کې تر ۱۵۰ زیات غړي لري.

د سیاسې اتحاد په توګه ددغو ګوندونو لخوا شهیاز شریف د وزیراعظم د څوکۍ لپاره نامزد کړی شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG