لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د افغان ښځو د پیاوړتیا لپاره تکنیکي او تعلیمي پروګرامونه اعلان کړي


په 2022م کال کې جوړ شوی د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف (AWERS) مقصد افغانستان کې دننه او د هېواد بهر افغان مېرمنو پیاوړې کول دي.  (فایل فوټو)
په 2022م کال کې جوړ شوی د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف (AWERS) مقصد افغانستان کې دننه او د هېواد بهر افغان مېرمنو پیاوړې کول دي.  (فایل فوټو)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د فشار په مقابل کې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا لپاره د شراکت نوي پروګرامونه اعلان کړي.

د نهې / سه شنبې په ورځ اېنټني بلېنکن د امریکا لخوا جوړ شوي افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف (AWERS) غونډې ته وویل چې ماېکروسافټ او لېنکډېن نومې د کمپیوټر کمپنۍ به ټوله نړۍ کې د افغان جینکو لپاره په انلاین بڼه روزنې (ټریننګ) او سندونو (سرټیفیکیشن) کورسونه برابروي ، چې ګټه ور صلاحیتونه ترلاسه کړی او هغو شرکتونو ته لار پیدا کړي چې خلکو ته روزګار ورکوي.

اېنټني بلېنکن زیاته کړه چې د امریکا تعلیمي ادارې به هغو افغان ښځو او جینکو ته تعلیمي وظیفې یا بورسونه ورکوي چې په تېرو دوو کلونو کې په امریکا کې میشتې شوې دي. د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه جزییات نه دي وړاندې کړی چې کومې تعلیمي ادارې په دې پروګرام کې شامل دي.

په 2022م کال کې جوړ شوی د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف (AWERS) مقصد افغانستان کې دننه او د هېواد بهر افغان مېرمنو پیاوړې کول دي.

بلېنکن په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت غونډې ته وویل: "موږ د مهارتونو، روزنې، دندو او ښځینه کاروبار کوونکو په برخو کې پانګونه کوو." هغه زیاته کړه چې "دا مشن یا مقصد تر بل هر وخت ډېر مهم دی."

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې ملګرو ملتونو رپورټ ورکړی چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان مېرمنو حقونه په منظم ډول تر پښو لاندې شوي دي.

د بشري حقونو ډلې پر طالبانو تور پورې کوي چې په منظم ډول ښځې له عامه ژوند څخه لېرې کولو له لارې "جنسي توپیر" نظام پرځاې کوي.

طالبانو افغانستان ته له راتګ وروسته له شپږم ټولګیو ورپورته د جینکو په زده کړو بندیزونه ولګول. نړیوالې ټولنې یې دا بندیزونه غندلي دي او لېرې کېدو غوښتنه کوي، خو طالبان وایي چې په دې اړه کار کوي.

د طالبانو د دغو بندیزونو له کبله سلګونه زره افغانې نجونو له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه بې برخې شوې.


طالبان وايي چې د «شرعیت» په اساس ښځو ته حقوق قایل دي او د زده کړو بندیز یې تر «امرثاني» پورې دی.

یادونه : د خبر ځینې معلومات د وي او اې پښتو څانګې د خبر نه اخیستل شوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG