لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې شپږ "ترهګر" وژلي دي


د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې له افغانستان سره نېږدې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزيرستان کې یې د عملیاتو په مهال شپږ "ترهګر" وژلي او د هغوي له ولکې یې وسله او بارودي مواد ترلاسه کړي دي۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آي ایس پي ار د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۸مه په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو د شتون په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وؤ اؤ د هغې په اساس یې سیمه کې عملیات کړي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ سخته نښته شوې، چې په پایله کې یې شپږ ترهګر وژل شوي او یو عسکر هم ژوبل شوی دی.

پوځ وایي، له وژل شويو ترهګرو څخه وسلې، مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د آي ايس پي آر بیان کې د ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې اؤ نه دا ویل شوي چې تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره دی خو ویل شوي چې وژل شوي ترهګر د بې ګناه ولسي وګړو هدفي وژنو نه علاوه د ورانکارۍ او اغوا په مختلفو ترهګريزو پېښو کې ککړ وو۔

بيان کې ويل شوي چې په سيمه کې دترهګرۍ دمخنيوي لپاره د پاکولو عمل روان دى اؤ د سيمې خلکو ددغه عملياتو ستاينه کړې اؤ د ترهګرۍ د له مينځه وړلو لپاره يې پوځ ته د پوره ملاتړ باور ورکړی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالت کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده اؤ امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت عملیاتو کې ترهګرو ته د درنو ځاني زیانونو اړولو دعوې کوي.

د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې تېر کال 2023م کې د پاکستان دننه په ترهګریز تشدد کې 53 فيصدي اضافه رېکارډ کړی شوې ده چې په تېرو لسو کلونو کې دا تر ټولو ستره اضافه ده.

یادې ادارې پخپل رپورټ کې ویلي چي کال 2023م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ په 789 پېېښو کې تر ټولو زياتې پيښې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې شوې دي.

د رپورټ ترمخه د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ 84 حملې شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG