لاس رسیدونکی لینک

 
پوټین خبرداری ورکړی چې غربي ملکونه اوکراین ته عسکر ولېږي، ممکن نتیجه یې اېټمي جنګ وي
تازه خبر

پوټین خبرداری ورکړی چې غربي ملکونه اوکراین ته عسکر ولېږي، ممکن نتیجه یې اېټمي جنګ وي


د روس صدر ولاډیمیر پوټین د شورو/چهارشنبې په ورځ غربي ملکونو ته خبرداری ورکړ چې که چېرته هغوی اوکراین ته عسکر ولېږي، نو د یو اېټمي جنګ د شورو کولو خطره رامخې ته کوي. پوټین وویل، روس سره داسې وسلې شته چې وکولی شي په مغرب کې اهداف په نښه کړي.

خپل اولس ته د کلني تقریر پر مهال، د روس صدر وویل، مغربي ملکونو ته "په کار ده په دې پوهه شي چې مونږ سره هم داسې اسلحې شته چې د هغو په خاوره کې اهداف په نښه کړی شي. دا هرڅه په واقعي حیثیت سره د اېټمي وسلو او د تهذیب د نابودۍ د یو جنګ خطره مخې ته کولی شي. دوی په دې نه پوهیږي؟"

که څه هم د روس د پوځي یرغل د مقابلې دپاره غربي اتحادیانو په زیاته پیمانه ګوله بارودې د اوکراین حکومت ته لېږلي دي، خو تر اوسه یو یې هم دا ندي ویلي چې د اوکرایني قواوو مرستې ته به عسکر ورولېږي.

په دې هفته کې د فرانس صدر اېمانوېل مېکرون وویل چې اوکراین ته د جنګ دپاره د مغربي عسکرو د لېږلو کومه منصوبه نشته، مګر د دې کار امکان ختم شوی ندی.

مېکرون په یو خبري کنفرنس کې وویل: "نن ورځ داسې کوم اتفاق نشته چې په باقاعده او حمایت یافته طور عسکر محاذ ته ولېږلی شي، خو هېڅ نوع امکان ردېدلی نشي."

د یورپ څو څو مشرانو او همدا شکل امریکا د مېکرون د عسکر لېږلو په حقله دا خبره رده کړله. اوکراین د نېټو ممبر ندی، او په دې وجه د کیېف مغربي اتحادیانو باندې یې دفاع واجبه نده.

په همدې حال کې د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې د هغه په ملک باندې د روس په دې جاري پوځي یرغل سره، د یورپ د څو نسله آینده لارې فیصله کیږي.

زېلنسکي چې په البانیا کې د جنوبغربي یورپ د مشرانو په غونډه کې خبرې کولې، وویل: "مونږ پخوا دا لیدلي دي چې کوم یو تن څنګه کوشش کړی د نورو ملکونو قسمت وټاکي. دا په بالقان خطه کې، د یورپ په ختیځ کې، او د یورپ په ټولو نورو سیمو کې پېښ شوي دي."

زېلنسکي وویل، دا "ټولو آزادو قامونو ته اهمه" ده چې پوټین دا جنګ وبایلي، او دا چې د روس مشر ناکامیانې "زمونږ امن دی."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG