د امریکې د کانګرس د ۲۴ نه زياتو غړو د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امریکې د صدر جوبايډن انتظاميې ته خط ليکلی چې د پاکستان په عامو انتخابي نتيجو یې پوښتنې راولاړې کړي او د پاکستان نه یې ترې د ځواب غوښتنه کړې ده.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د امریکې د ټېکساس رياست نه د کانګرس ډېموکرېټک غړي ګريګ کسار په خط کې د امریکې حکومت ته ويلي، پاکستان کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو د بشپړه، سوتره او باور وړ جايزې اخستو بغېر دې، په دغه نتيجه کې جوړېدونکی نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.
په خط کې ويل شوي، امریکا دې د هغه وخته پورې د پاکسان سره پوځي او نورې مرستې وتړي څو پورې چې پاکستاني چارواکو د بشري حقونو قانون نه وي منلی او جمهوري نتيجو ته یې درناوی نه وي لرلی.
د انټرسيپټ وېباڼې په وېب پاڼه ورکړل شوي خبر کې ویل شوي، صدر بايډن او د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ته لېږل شوی خط د کانګرس ۳۱ غړو لاسليک کړی دی.
د ياد خط په اړه د وي او اې ارم عباسي پوښتنې ته د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو ميلر ويلي، د بهرنيو چارو وزارت پاکستان کې په انتخابي عمل کې د روڼتيا دپاره د کانګرس د ملاتړ هرکلی کوي.
خو ويلي يې دي، د بايډن انتظامیه دريځ لري چې مونږ به پاکستان کې، که د هر چا حکومت وي ورسره کار کوو، کوم چې ولس منتخب کړی وي.
میلر په ليکلې بڼه ځواب کې ويلي، د هر جمهوري عمل دپاره ضروري ده چې انتخابي عمل یې روڼ وي.
هغه زياته کړې، امریکا به د پاکستان سره خپلې شريکې ګټې مخ په وړاندې بيايي، چې په کې د پاکستان په اقتصاد کې د تجارت او پانګونو د لارې غوره والی راوستل، امنیتي مرستې پياوړې کول، جمهوري ادارو ته وده ورکول او د بشري حقونو ساتنه شامل دي.
پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، په ملک کې دننه بېلا بيل سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او احتجاجونه کوي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انټرنېټ په بنديز اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي، د ناامنۍ د خطرو له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق په ۱۲مه فرورۍ يوه خبري غونډه کې ویلي وو، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو پکې يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند کړل شوی وو.
هغه زياته کړې وه، امریکا، برتانیه او يورپي يونين د پاکستان دوست هېوادونه دي، خو د بده مرغه هغو د ټولنيزو رسنيو او ډيجيټل مطبوعاتو د معلوماتو په اساس تبصره کړې ده، زمه واره حکومتونه که وروسته خپل دريځ وړاندې کړي دا به غوره وي.
هغه ويلي وو، که د انتخاباتو په اړه پلټنې هم کوي، نو د امریکا، برتانيه او يورپي يونين په غوښتنه به یې نه کوي پاکستان یې خپله تګلاره لري ځکه چې پاکستان يو خپلواکه ملک دی او د دغه ډول چېلنجونو د مخنيوي دپاره خپل قوانين لري.
Forum