لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزې ښار کې د 112 فلسطینیانو په وژل کېدو د امریکا او نړۍ غبرګون


په غزه ښار کې د زیارت پنجشنبې په ورځ د انساني مرستو په لټون د 112 فلسطینیانو مړینې پراخ نړیوال غبرګونونه پارولې دي.

په غزه کۍ عیني شاهدان او د صحت چارواکي دغه مرګونه د اسرایلي پوځ د ډزو نتیجه بولي او اسرایل وايي یو شمیر خلکو د انساني مرستو په ټرکونو پسې د منډو په وخت یو بل چقولي دي.

د غزه روغتون چارواکو په اوله کې د ښار غربي ګڼې ګوڼې چوک النبوسي کې د اسرایل د هوايي برید خبر ورکړی خو وروسته عیني شاهدانو وویل چې دغه کسان د اسرایلي ځواکونو په ډزو هغه وخت ووژل شول چې د امدادي ټرکونو نه ځان ته اوړه او د خوراک نور شیان تر لاسه کول.

دا تازه مرګونه د شمالي غزې په هغه سیمه کې شوي دي، چې په تیرو څو هفتو کې ورته ډیرې کمې امدادي مرستې ور رسیدلي او ملګرو ملتونو خبردارې ورکړی چې دغلته قحط راتلی شي.

اسرایلي چارواکو هم په لمړي رپورټ کې منلې وه چې ډزې یې ځکه کړې وې چې دوي سوچ کوو دغو خلکو چې په ټرکونو پسې زغلیدل، د دوي خواته ور روان دي.

په ابتدا کې د اسرایل د ځواکونو په ډزو کې د لسګونو کسانو د وژنو او ژوبل کیدو خبر ورکړل شوی وو.

خو وروسته د اسرایل دفاع وزارت ویاند ډینیل هیګاري په ټولنیزو رسنیو خبر خپور کړو چې ځواکونو یې یواځې د خلکو خپرولو په خاطر د خبرداري لپاره یو څو ډزې کړي او د امداد په ځای کې هوايي بریدونه نه دي شوي.

دغلته یې پوځي ټینکونه د 38 انساني مرستو لپاره د حفاظت لپاره موجود وو.

له پېښې وروسته د وایټ هاوس ویاندې اولیویا ډیلټن ویلي وو دا یوه ډیره ژوره او غمناکه پېښه ده چې انسانان پکې وژل شوي دي. هغې زیاته کړه چې دا پېښه ښايي چې غزه ته د پراخه مرستو رسولو ضرورت دی.

د امریکا غبرګون

دا پېښه روانه اوونۍ د صدر جو بایډن د هغې هیله مندی وروسته شوې ده چې پکې بایډن ویلی وو د مصر او قطر په مرسته به د راتلونکي ګل ورځې پورې یوه عارضي ډز بندي وشي خو کله چې د وایټ هاوس ویاندې نه پوښتنه وشوه چې دوي ددې پېښې نه پس اوس هم فکر کوي چې دغه ډزبندي به ممکنه وي، ویاندې دا رد نه کړله او و ايي هیلې تل موجودې وي.

د نړۍ او اروپا غبرګون

د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل انتونیو ګټریش د لاتیني امریکې او کیریبین هیوادونو غونډه کې د ګډون په وخت په پېښه څرګندونې کړي دي او وايي داپېښه ازادو پلټنو ته اړتیا لري چې دا څنګه ممکنه شوه او څوک یې ذمه وار دي.

د فرانس صدر ایمینول میکرون هم د غصې څرګندونه کړې او په ټولنیزه رسنۍ ایکس یې خپل غبرګون کې ویلي د پېښې دې ضرور پلټنې وشي.

په ملګرو ملتونوکې د فلسطین استازي ریاض منصور یوه پارونکې نسل وژنه وبله او چین، ایران او عرب لیګ د پېښې غندنه کړې ده.

د تازه پېښې سره فلسطیني چارواکي وايي په تیرو پنځه میاشتو کې د مړینو شمیرې تر دیرش زرو اوړیدلي او د اویا زرو پورې نور ژوبل شوي دي.

دا خونړۍ پېښې وروسته له هغې پیل شوي چې وسلوالې فلسطینی ډلې حماس د تیر کال په اووم اکتوبر په اسرایل حمله وکړه او پکې یې تر دولس سوو پورې کسان ووژل ددې ترڅنګ یې دوه نیم سوه نور یرغمال کړل.

( دا خبر د ملګرو ملتونو لپاره د وایس امریکا خبریال مارګریټ بشیر د رپورټ او د رايټرز خبري ادارې د راپورونو پر بنیاد تیار شوی.)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG