واشنګټن- د دوحې له تړون څخه څلور کاله وروسته امریکا او طالبان یو او بل په دې تورنوي چې د تړون له مادو څخه سرغړونه کوي خو څېړونکي وايي، دغه تړون "نیمګړی" او د افغانانو لپاره یې ویجاړونکې پایلې درلودې.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشرې کېرېن ژان پیېر د شورو یا چهارشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "طالبانو د دوحې تړون پر ژمنو عمل نه دی کړی."
هغې زیاته کړه، "طالبانو همدارنګه د دوحې د تړون هغه ژمنه هم نه ده پوره کړې چې له خپلو افغانانو سره معنی لرونکې خبرې پيل کړي چې په ترڅ کې یې یو ټول ګډ سیاسي سیستم ته لاره جوړه شي."
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په واک باندې له قبضې راهیسې یواځې د نارینه وزیرانو کابینه جوړه کړې او د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنې یې رد کړي.
ژان پیر وړاندې وویل، چې امریکا به طالبان په خپلو ژمنو کې مسول وبولي او "هره ورځ سخت کار کوي چې دغه ژمنې پوره کړای شي."
خو طالبان امریکا په دې تورنوي چې له تړون څخه یې سرغړونه کړې.
د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې له یو دولتي ټي وي سره په خبرو کې وویل، "که تاسو تړون لوستی وي، په هغې کې لیکل شوي چې امریکا به د افغانستان له راتلونکي حکومت سره اړیکې نورمالوي، بندیزونه او محدودیتونه به لېرې کوي او مرسته به کوي چې امریکا دا نه دي کړي."
خو مجاهد وویل، چې که څه هم د تړون دوه اساسي هدفونه چې امریکایان به له افغانستانه وځي او هیچاته به اجازه نه ورکوي چې د امریکا او د متحدینو په وړاندې به یې د افغانستان خاوره نه کارول کېږي عملي شوي دي.
د ۲۰۲۰ کال د فیبرورۍ په ۲۹ نېټه د قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړه.
دغه تړون طالبان مجبوره کړي چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د افغانانو ترمنځ "د افغانستان د راتلونکې سیاسي نقشې" په اړه د پرېکړې په خبرو کې برخه واخلي.
د امریکا متقاعد (ریټایرډ) جنرال ډېوېډ پېټریس چاچې د جنوبي اسیا لپاره د امریکايي ځواکونو د قومندان په توګه کار کړی او وروسته بیا د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې مشر هم پاتې شوی امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو له شک پرته چې په تړون عمل نه دی کړی.
هغه ویلي، "که هغوی کړی وای نو د القاعده مشر به په کابل کې د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه څو بلاکه لېرې په یوې ودانۍ کې نه وو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه. په داسې حال کې چې په تړون کې یې ژمنه کړې وه چې بېرته به ورته د افغانستان په خاوره باندې اجازه نه ورکوي."
هغه وویل، چې د تړون د پلي کېدو پایلې ډېرې، "خواشینونکې، زړه ماتونکې او ویجاړونکې وې." ځکه د طالبانو د واک راهیسې افغانستان له ګڼو ناورینونو سره مخ دی.
ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان په نړۍ کې له ناوړه بشري ناورینونو سره مخ دی.
پر ښځو ناوړه اغیزې
طالبانو پر ښځو باندې ځپونکي بندیزونه لګولي چې په هغو کې له ښونځیو او پوهنتونونو څخه د هغوی منع کول، له محرم پرته د اوږده سفر نه کول، په عامه او غیر دولتي ادارو کې کار نه کول او دغه ډول جېمونو او پارکونو ته نه تلل شامل دي.
په افغانستان د بشری حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې له یوې ویډیوي راپور سره لیکلي،
"د افغانستان نیمايي شمېر خلکو ته بنیادي انساني حقونه نه دي ورکړل شوي."
پخوانۍ افغانې ډپلوماټې او د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ امریکا غږ ته وویل، چې د دوحې تړون "افغان مېرمنو ته ویجاړونکی وو او داسې وه لکه چې د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې چې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د ښځو د لاسته راونو په برخه کې په تړون کې هېڅ هم نه و راغلي."
هغې زیاته کړه، له دغه تړون سره د ښځو د ځپلو په برخه کې هغه ځپونکي اقدامات بېرته راغلل کوم چې طالبانو د ۱۹۹۰یمې لسیزې په پای کې د خپل واک پر مهال ترسره کول.
په ۲۰۰۱ کال د طالبانو له پرزولو مخکې ښځو له نارینه محرم پرته د خپل کور د پرېښودلو اجازه نه درلوده، د باندې یې کار نشو کولای او ښونځي ته نشوې تللې.
نړیوالې ټولنې په وار وار په طالبانو غږ وکړ چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او دا یې د رسمیت پېژندنې لپاره اساسي شرایط هم دي.
تر اوسه په رسمي توګه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. که څه هم چین په پېکنګ کې د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی.
نیمګړتیا له هر پلوه
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پخوانۍ مرستیالې اني فورتزایمر امریکا غږ ته وویل، د طالبانو د بېرته راتګ د مخنیوي په برخه کې "باید ځینې نړیوال ضمانتونه وای."
هغه وايي، "خو د دې پر ځای هغه څه چې پېښ شول هغه وتل وو، مخکې له دې چې سم شرایط پر ځای موجود وي."
هغې زیاته کړه، "تړون له هر پلوه د شرایطو د عملي کېدو له پلوه نیمګړی" و او زیاته یې کړه چې "یواځنیو خلکو چې پرې عمل وکړ هغه نړیوال ځواکونه وو او په حقیقت کې امریکا خپل ځواکونه وباسل او له ناټو یې هم وغوښتل چې همداسې وکړي."
هغې وړاندې وویل، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده، په ځانګړي ډول د افغان جونو او ښځو لپاره د چا لپاره چې "تعلیم او راتلونکې رد شوې ده."
فورتزایمر دا هم وویل، "د اوس لپاره زیاته هیله نشته خو زه فکر کوم چې افغانان چې په ګډه کار کوي په دې پوهېږي چې په شمېر کې له طالبانو زیات دي."
Forum