د ملګرو ملتونو یو پلاوی د اسرایل د سفر وروستو ویلي، داسې "واضحه او قایل کوونکي معلومات" یې حاصل کړي چې د اکټوبر د اوومې نېټې په ترهګرو حملو کې، حماس ډلې جنسي زور زیاتی کړی او ممکن اوس هم د یرغملانو سره دا کار دوام ولري. د ملګرو ملتونو دغه پلاوی د همدې تورونو په اړه د رپوټونو لیدو ته د اسرایل دوره کړې ده.
د جنسي تشدد د واقعاتو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې پرامېلا پټن خبریالانو ته وویل: "مونږ داسې واضحه او قایل کوونکي معلومات وموندل چې د نیول شوو کسانو په ضد [د حماس لخوا] جنسي تشدد شوی، په شمول د جنسي تیری، جنسي شکنجه، ظلم، غیرانساني او تحقیرآمیزه رویه."
هغي پخپلو خبرو کې زیاته کړه: "مونږ سره داسې معقول دلایل هم شته چې باور وکړو دغسې تشدد ممکن اوس هم د هغو کسانو سره چې قید کې پاته دي، دوام ولري."
د ملګرو ملتونو په دې پلاوي کې نهه تنه تکنیکي ماهرین شامل و چې د جنوري له ۲۹مې نه یې د فبرورۍ تر ۱۴مې پورې په اسرایل کې وخت تېر کړ.
هغو هلته د اړوندو اسرایلي وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره، د اسرایل د فارنزیک مېډېسن یا د قانوني طب د قامي مرکز له چارواکو سره وکتل او د یوې پوځي اډې لیدنه یې وکړه. هغوی همدا راز څلورو هغو مواقعو ته ولاړل چېرته چې د اکټوبر په ۷مه نېټه جنسي زیادتي په هغه ځای کې رپوټ شوې وه. په دې کې د نووا موسیقۍ د جشن ځای هم شامل و، چېرته چې ګڼ شمېر ځوانان د حماس په حمله کې ووژل شول او یا یرغمل یووړل شول.
د دې ترڅنګ، دغو ماهرینو د حملې د وخت څه باندې پنځه زره (۵۰۰۰) عکسونه او شاوخوا پنځوس (۵۰) ګېنټې ویډويي تصویرونه هم لیدلي دي. دغه ډېری تصویرونه پخپله د حماس جنګیالیو د کېمرو نه اخېستل شوي و. مګر پرامېلا پاټن وویل، هغو د خپلو کوششونو باوجود، د داسې کسانو سره ندي لیدلي چې د جنسي تشدد ښکار شوي اوسي.
هغې وویل: "په هماغه اوله ورځ [چې ورسېدو]، ما د تشدد ښکار شوو کسانو باندې غږ وکړ چې رامخ ته دې شي، مګر مونږ ته معلومات راکړل شول چې د هغو څو په ګوتو شمار کسان د ټراوما ډېر خاص علاج لاندې دي، او آمادګي نلري چې رامخې ته شي."
پټن دا هم وویل چې د اسرایل حکومت ورسره مکمله همکاري کړې او دا یې موندلي چې دوی ته ورکړی شوي معلومات "مستند او د درغلۍ نه پاک" و.
البته د ملګرو ملتونو دغه پلاوی په دې مقصد اسرایل ته نه و تللی چې هلته دې پلټنې وکړي او شواهد دې راغونډ کړي، بلکې په دې مقصد هلته تللی و چې د اکټوبر د اوومې نېټې او د هغه وروستو واقعاتو له امله "د جنګ متعلق جنسي تشدد دعوې راټولې کړي، ویې څېړي، او دروغ او رښتیا یې معلوم کړي."
د ملګرو ملتونو د ماهرینو دغه پلاوي دا هم ویلي چې د جنسي تشدد او جنسي زیادت ځیني رپوټونه نشي تصدیق کولی، په شمول د هغې پېښې چې ډېر یې په اړه رپوټونه خپاره شول چې ګني د یوې مېندوارې ښځې نس څېري کړی شوی بچی یې په نس کې په چاقو وژل شوی، او دواړه یې مړه شوي دي.
همداسې په ناهال اوز پوځي اډې کې، د ملګرو ملتونو پلاوي د هغه رپوټ شوي کېس په تصدیق کولو کې پاته راغلی چې ویل کېدل ګني د حماس کسانو د اسرایلي عسکرو جنسي اعضا پرې کړي یا یې په هغو جنسي تېری کړی دی. مګر د فارنزیک څېړنې دا ښيي چې د عسکرو د وجود په مختلفو برخو زخمونه لیدل شوي.
د رپوټ د خورېدو څو ساعته وروستو، اسرایل سمدستي په ملګرو ملتونو تنقید وکړ.
د اسرایل خارجه وزیر کتز په اېکس پلېټفارم باندې ولیکل چې په ملګرو ملتونو کې یې د اسرایل سفیر د مشورو دپاره وربللی. کتز په ملګرو ملتونو تور ولګولو چې کوشش کوي د پرامیلا پټن رپوټ "خاموشه" کړي.
کتز د ملګرو ملتونو په عمومي منشي انټونیو ګوتېرش تنقید کړی چې ولې د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل ته امر نکوي چې غونډه جوړه کړي او حماس، یوه نړېواله ترهګره ډله وګرځوي.
اوس مهال امریکا، یورپي اتحاد، او ځیني نور غربي ملکونه حماس د یو ترهګر تنظیم په حیث پېژني.
Forum