لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیلې کمپاین پرېښود، بایډن او ټرمپ د ۲۰۲۴ کال سیالۍ ته ووتل


واشنګټن – د امریکا د ولسمشرۍ د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکو یا ریپبلېکنز ترمنځ د کاندید د غوراوي په بهیر کې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ وروستۍ سیالۍ نیکې هیلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ خپل کمپاین ودراوه.

نیکې هیلې خپل کمپاین وروسته له هاغې پای ته ورسوه چې ډانلډ ټرمپ ورته د سوپر ټیوزډې په ورځ په ټول هېواد کې پرېکړنده ماتې ورکړه.

هیلې چې یو وخت په ملګروملتونو کې د ټرمپ استازې هم وه ټرمپ ته مبارکي ورکړه خو د هغه ملاتړ یې اعلان نه کړ.‌

خو هغې وویل، چې ټرمپ به د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې د ولسمشر جو بایډن پر وړاندې چې هغه هم په سوپر ټیوزډې کې د ډیموکراټانو ترمنځ په پرایمي ټاکنو کې ګټونکی شو د رېپبلېکنز له ګوند څخه سیالي وکړي.

هیلې وویل،‌ ټرمپ ته ښه هیله لري خو دا د هغه پورې تړلې ده چې "زمونږ د ګوند د غړو او د هغو چې د ټرمپ ملاتړ یې هم نه دی کړی رایې ترلاسه کړي."

هغې د رېپبلېکنز ترمنځ په پرایمري ټاکنو کې د ټرمپ په وړاندې له ۴۰ فیصدو څخه زیاتې رایې ترلاسه کړې وې.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ باندې ویلي، "نیکې هیلې تېره شپه په ریکارډ کچه ماته شوه. که څه هم د نامعلومو دلایلو له مخې، ډیموکراټانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په ورمانټ او نورو ریپبلېکنز پرایمریو کې هغې ته رایه ورکړي."

خو بایډن چې لا له مخکې څخه دې ته ګوري چې اته میاشتې وروسته په ملي ټاکنو کې د هیلې ځینې رایې هم ترلاسه کړي په یو بیان کې ویلي،

"ډانلډ ټرمپ واضحه کړه چې هغه د د نیکې هیلې ملاتړي نه غواړي.‌ زه غواړم واضح اوسم. د هغوی لپاره زما په کمپاین کې ځای شته."

هغه زیاته کړه، "زه پوهېږم چې ډېر داسې څه به وي چې مونږ پرې موافق نه یو. خو د امریکا د ډیموکراسۍ په ساتلو، د قانون په عملي کولو، یو او بل ته په درناوي کولو او د امریکا د مخالفینو پرضد درېدلو او د ناټو د ساتلو په څېر بنیادي مسلو باندې زه باور او هیله لرم چې یو ګډ حل پیدا کړو."

هیلې وویل، په دې مایوسه نه ده چې د ولسمشرۍ سیالۍ ته ولاړه وه او وویل، چې هغه به په عامو مسلو باندې تل غږېږي او وویل، دا د کانګرس "اخلاقي دنده" ده چې د اسرایلو، اوکراین او تایوان لپاره زیاتې مرستې تصویب کړي.

۵۲ کلنې هیلې چې د جنوبي کېرولاینا پخوانۍ ګورنره پاتې شوه د میاشتو لپاره رایه ورکونکو ته ویل چې اوس وخت دی چې امریکا کې د نوي نسل رهبران وټاکل شي.

هغې ویلي وو چې نه ۷۷ کلن ټرمپ‌ او نه ۸۱ کلن بایډن دې ته جوړ دي چې د راتلونکې جنورۍ وروسته د څلورو کلونو لپاره د دې هېواد رهبري وکړي.

خو ټرمپ چې له ۹۱ څخه په څلورو جرمي تورونو کې محکوم شوی هم دی د رېپبلېکنز ملاتړو ترمنځ لوی ملاتړ لري.‌

هغه په اسانۍ سره له ۱۵ څخه په ۱۴ ایالتونو کې چې د ولسمشرۍ لپاره پکې د ګوندي ټاکنې ترسره شوې ماتې ورکړه.

بایډن په همدې کچه د ډیموکراټانو ترمنځ پیاوړی وو او یواځې په امریکايي سېموا سیمو کې یې ګوندي ټاکنې بایللي.

د بایډن له بریاوو وروسته، د هغه پرضد سیال ډیموکراټ کاندید چې له مېنېسوټا ایالت څخه وکیل وو د شورو یا چهارشنبې په ورځ له سیالۍ غورځېدلی دی.

ټرمپ او بایډن یو هم تر اوسه د نومبر د تاکنو لپاره د خپلو ګوندونو د کاندید په توګه ځان اعلان کړی خو داسې ښکاري چې په راتلونکو اونیو کې په نورو ایالتونو کې د پرایمري ټاکنو په پایلو کې به داسې وشي.

دواړه به بیا په رسمي توګه دا اوړی په خپلو ګوندي کانوینشونونو کې د ولسمشرۍ لپاره رسمي نوماندان اعلان شي.

بایډن د نهې یا سې شنبې د ورځې د ټاکنو په اړه په یو بیان کې ویلي، "پایلو امریکایانو ته یو واضح انتخاب ورکړ.‌ ایا مونږ غواړو چې مخکې ولاړ شو او یا ډانلډ ټرمپ ته اجازه ورکړو چې مونږ شاته ستونزو، وېش او تیارو ته راکاږي چې د هغه د واک پر وخت وې."

ټرمپ په ټولنیزې رسنې باندې ویلي، "یوځای به مونږ امریکا یو ځل بیا غوره جوړوو، تر بل هر وخت زیاته غوره."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG