واشنګټن – د ۲۷ کلنې لیدا لپاره "ژوند د دوزخ په څېر دی" ځکه میړه یې هره ورځ وهي او هغه یې باید وزغمي ځکه "بله لار نه لري."
لیدا چې د دریو ماشومانو مور ده او د افغانستان په هرات ولایت کې اوسېږي، په اوښکو ډکو سترګو امریکا غږ ته وویل،
"زما بدن هر کله شین وي، اوس ورسره عادت شوې یم. زه یې باید د خپلو ماشومانو لپاره وزغمم."
خو لیدا چې خپل اصلي نوم یې نشو ښکاره کولی وویل، هغه "هیڅ ځای نه لري چې لاړه شي" ځکه د هغې مور، پلار، ورونه او خویندې ټول په افغانستان کې نشته او په هرات کې هېڅ داسې کومه اداره نشته چې دا ورڅخه مرسته وغواړي.
لیدا وویل، "په تېرو وختونو کې په هرات کې د ښځو لخوا چلېدونکو دفترونو زما په څېر مېرمنو سره مرسته کوله، خو هغه دفترونه نور نشته."
هغې زیاته کړه، "که زه طالبانو ته د مرستې لپاره لاړه شم، هغوی به ما بندي کړي. هغوی سړیو ته غوږ نیسي نه ښځو ته. که زه چېرې زنداني شم نو زه به له خپلو ماشومانو سره څه وکړم."
د ملګروملتونو یو راپور چې په ډیسمبر کې خپور شوی راغلي، طالبان هغه مېرمنې زندان ته لېږي څوک چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي شکایت وکړي او څوک چې نارینه خپلوان و نه لری چې له هغوی سره پاتې شي.
د ملګروملتونو په دغه راپور کې راغلي دي، چې "د جرمي قانون له عملي کېدو پرته په زندانو کې د ښځو اچول، او هغه هم د دې لپاره چې هغوی د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي څخه خوندي شي، په قصدي توګه له ازادۍ څخه د محرومیت تر کچې رسېږي."
راپور زیاتوي، د زیانمونو ښځو بندي کول به د "هغوی په زهني او فزیکي صحت باندې ناوړه اغیز وکړي."
دغه راپور چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر ۲۰۲۳ کال مارچ پورې وختونو باندې لیکل شوی وايي، په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي کې، وژنه، د غیرت په نامه وژنه، جنسي زور زیاتی، ټپي کېدنه، معذورتیا او له میراث څخه د هغوی محرومیت شامل دي.
طالبانو ملګروملتونو ته ویلي، چې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي کېسونه "د شرعي قانون له مخې پرمخ بیول کېږي او د ښځو پرضد هېڅ کومه بې عدالتي نشته."
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په واک باندې له قبضې سره په افغانستان کې د ښځو د خوندیتوب ټول مرکزونه وتړل او دا هغه ځایونه و چې د کورني تاوتریخوالي قربانیانو به پکې پناه اخېسته.
د طالبانو له واک مخکې هم افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه وو په کوم کې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته وه او له هرو لسو څخه نهو ښځو په خپل ژوند کې د میړه لخوا یو ډول تاوتریخوالی تجربه کړی.
د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل د ۲۰۲۱ کال په راپور کې ویلي، که څه هم دغه مرکزونه له نیمګړتیاوو خالي نه وو خو د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ښځینه قربانیانو سره به پکې، "حقوقي، طبي او رواني مرستې کېدې."
د بشري حقونو د څار ادارې یا هیومن رایټس واچ یوې مشرې هېدر بار ویلي،
"سیستم نیمګړی وو خو فعالانو ورته سخت کار کاوه او قدم په قدم په ښه کېدو و. طالبانو په واک باندې له قبضې وروسته لومړی کار چې وکړ هغه دا و چې دا سیستمونه یې له منځه یوړل."
بار وویل، د طالبانو بیا راتګ په نړۍ کې "د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه بحران" له ځانه سره راوړ.
د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ښځې له منځني او لوړ تعلیم څخه محرومه شوې، له حکومت او غیر حکومتي ادارو سره له کارونو او له نارینه محرم پرته لېرې سیمو ته له سفر څخه منع کړای شوي.
دغه ډول دوی له جېمونو او عامه پارکونو څخه هم منع کړای شوي دي.
د بخښنې نړیوالې اداره کې یوې سیمیزې کمپاین کونکې سمیرا حمیدي امریکا غږ ته وویل، د ښځو د وزارت او د افغانستان د بشري حقونو د کمېشن په څېر د ادارو له منځه تګ سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو په څارنه کې "یوه لویه تشه" رامنځ ته کړه، په ځانګړي ډول د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو په برخه کې.
حمیدي وویل، "طالبانو د خوندي ځایونو پر ځای په زندانونو کې د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو ساتل له بشری حقونو څخه یو ښکاره تیری ترسره کوي چې د ازادۍ او د ژوند له حق څخه تیری هم دی."
هغې زیاته کړه، طالبان د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره "د مخ ښځو د ژغورلو هېڅ قصد نه لري"
د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ښځو په حقونو باندې د شته بندیزونو له امله د لیدا په څېر د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرنې په وېره کې ژوند کوي.
لیدا وویل، "زه له طالبانو وېرېږم."
هغه زیاتوي، "که زه د خپل خاوند په اړه هر چاته شکایت وکړم، نو زما مېړه به ما پسې طالبان راواستوي."
Forum