لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عدالتي حکم باوجود پاکستان کې د ۲۰ ورځو راهسې تړل شوې "ایکس" رسنۍ نه ده پرانستل شوې


د عدالت د حکم باوجود په ټول پاکستان کې د ټولنیزې رسنۍ ایکس یا پخواني ټوېټر خدمات د تیرو شلو ورځو راهسې تړل شوي دي.

د ایکس رسنۍ دا خدمات د پاکستان دننه په داسې حال کې بند دي چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د فرورۍ په اتمه نیټه شوو ټاکنو کې د درغلیو پر ضد په ټول هیواد کې یو ځل بیا احتجاج کړی. په ټول پاکستان کې د ایکس سنۍ خدمات د فبرورۍ له 17مې راهیسې په نا اعلانه ډول تړل شوي دي.

د صوبې سیند هایکورټ د تېرې فبرورۍ په 22مه د پاکستان ټیلې کمیونیکیشن ادارې (PTA) ته امر کړی و چې سمدستي دې د دغه مایکرو بلاګنګ ویب پاڼې خدمات بحال کړي خو د عدالت په حکم له دوؤ اوونیو څخه د زیات وخت له تېرېدو باوجود هم دغه ټولنیزه رسنۍ لا نه ده خلاصه کړل شوې.

په دې ورستیو کې لیدل شوي چې کله هم حکومت مخالف سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف احتجاج یا څه رقم غونډه کوي نو په پاکستان کې انټرنیټ د ستونزو سره مخ کړی شي، خو حکومت او پي ټي آي تر اوسه د دې د بحالۍ یا معطل کولو په اړه څه نه دي ویلي.

د انټرنیټ کاروونکو د حقونو د ادارې "بولو بهی مشر"اسامه خلجي وي او ای ډيوه ته وایي،
خلک به خپل دریځ وړاندې کوي. مونږ ګورو چې ټوټیر تړل شوی خو خلک وی پي این استعمالوي.

هغه وایي حکومت باید خلک له خپل نظر یا دریځ څخه ونه ګرځوی او خپله هم د سوشل میډیا له لارې باید مالومات خلکو سره شریکوي "او د جمهوریت ښه خبره هم دا ده که چرې حکومت د خلکو اوازونه تړي نو افواګانې به نورې هم خوریږي"

په تیرو ورځو کې د پیپلز ګوند سنیټر بهره مند تنګي په سینیټ کې یو قرار داد واړاندی کړی و چې پکې ویل شوې وو چې د سوشل میډیا پلیټ فارمونه د پاکستان د ځواکونو پر ضد د پروپیګندې لپاره کارول کیږي چې د اندیښنې وړ خبره ده اؤ دا باید وتړل شي.

ډیجیټل کارپوهانو او د پاکستان د بشري حقونو د کارمندانو خپلواکه کمیشن ایچ ار سي پي په ټولنیږو رسنیو د بندیز په اړه سینیټ ته د وړاندی شوي قرار دا د سخت مخالفت کړی و. د ایکس سروس د بندېدو له امله د پاکستان حکومت په نړیواله کچه له نیوکو سره مخ دی.

څیړونکې وایي په پاکستان کې پر ډیجیټل میډیا بندیز څه نوې خبره نه ده، هر یو حکومت د مخالفینو د اوازونو غلي کولو لپاره داسې ګامونه پورته کوي. د بشري حقونو کارمنده منیزه جهانګیر ډیوه ته وایي، پر ایکس باندې چې کوم بندیزونه لګیدلی دا د حکومت لپاره یو ازمېښت دی.

هغه وایي که چرې حکومت دا نه شي بحالولی نو دا یوازې د رائ د ازادۍ نه بلکې د اقتصاد د پرمختګ خبره هم ده ولې که چرې حکومت پر انټرنیت دغه بندیزونه لګوي نو د اقتصادي بحالې کومه خبره چې کوې هغه به څه رنګه عملي کړي؟

ډیجیټل کار پوهان وایي، په داسې حال کې چې د تحریک انصاف او مخالفو ګوندونو له اړخه د فرورۍ په اتمه نیټه شوو ټاکنو کې د درغلۍ په ضد احتجاجونه دوام لرې او په راتلونکې کې د پاکستان د سینیټ ټاکنې هم کیدونکې دي، اندېښنه ده چې د ټوېټر خدمات د څو نورو اونیو لپاره هم بند پاتې شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG