واشنګټن – په داسې حال کې چې فلسطینیانو د روژې مبارک میاشت پیل کړې، راپورونه وايي اسرایلو د ګل یا دوشنبې په ورځ هم په غزې پټۍ کې بریدونه کړي.
دغه دوامداره بریدونه د اونیو راهیسې د هغو مذاکراتو پسې شوي په کومو کې چې مصر، امریکا او قطر ښکېل وو او کوښښ یې کاوه چې له رمضان څخه مخکې د اسرایلو او حماس ترمنځ اوربند وشي او دواړه غاړې د یو او بل بندیان خوشې کړي.
د حماس مذاکره کونکو تېره اونۍ کله چې په قاهره کې له خبرو څخه تلل وویل، چې د اوربند مذاکرات به دا اونۍ بیا پیلېږي.
د اسرایلو پوځ ویلي، چې د دوی په عملیاتو کې په خان یونس او د غزې په جنوبي او مرکزي برخو کې هوايي او ځمکني عملیات شامل وو.
د غزې د روغتیا وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې د تېرې ورځې راهیسې د اسرایلو په بریدونو کې ۶۷ کسان وژل شوي او په ټوله کې د اکټوبر راهیسې د اسرایلیانو په عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۱۱۱۲ تنو ته رسېدلی.
بل لوري ته د امریکا یوه سمندري کښتۍ د مدیترانې سمندري بندر ته په لاره ده چې د غزې په ساحلي غاړو کې یو موقتي بندر جوړ کړي چې جګړه ځپلو فلسطینیانو ته پرې زیاتې بشري مرستې ورسېږي.
خو چارواکو ویلي چې ښايي د بشپړېدو لپاره به یې دوه میاشتې وخت ولګېږي.
دغه موقتي بندر ته اړتیا وه ځکه غزه کوم بندر نه لري او د ۲۰۰۷ کال راهیسې د اسرایلو د سمندري ځواک تر محاصرې لاندې ده.
کله چې حماس د غزې کنټرول ترلاسه کړ نو هغه مهال یواځې یو څو سمندري لارې د مالونو لپاره پاتې وې.
د اسرایلو او حماس ترمنځ وروسته له هاغې جګړه پیل شوه کله چې حماس د اکټوبر په اوومه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې له ځانه سره وتښتول.
ملګروملتونو خبرداری ورکړی چې په لکونو فلسطینیان له ولږ سره مخ دي او غزې ته د ځمکې له لیارې په تېرو پنځو میاشتو کې د ورځې له ۵۰۰ ټرکونو څخه کم اړین توکي راوړي چې بسنه نه کوي.
Forum