واشنګټن - د اپن هایمر (Oppenheimer) په نامه درې ساعته امریکايي فلم چې تر اوسه یې نېږدې یو بیلین ډالره جوړ کړي، په اېکډېمي ایوارډونو (اسکر جایزو Oscars) کې تر ټولو زیات ځلېدلی او هنرمندې اېما سټون ته د غوره ادا کارې جایزه ورکړل شوې.
د اسکر په ۹۶م دور جایزو کې دا ځل د ډایرېکټر کریسټوفر نولان په فلم دغه فلم کې اوه جایزې ورکړل شوي.
د غوره ادا کار (اېکټر) جایزه سیلین مرفي ته، د غوره سپورټېنګ اېکټر جایزه رابړټ ډونې او د غوره ډایرېکټر جایزه خپله کرېسټوفر نولان ته ورکړل شوي.
ایما سټون په نامه هنرمندې په بېلا بکسټر فلم کې د غوره اداکارۍ لپاره جایزه ترلاسه کړه.
سټون دغه جایزه د لیلې ګلسټون په وړاندې دغه جایزه وګټله.
که چېرې ګلډستون ګټلې وای نو دا به لومړنۍ نټیو امېرېکن وه چې دغه جایزه ګټي.
ایما سټون تر دې مخکې په ۲۰۱۹ کال کې هم په لې لا لېنډ نومي فلم کې د غوره ادا کارې جایزه ګټلې وه.
هغو ښځینه اداکارانو چې د غوره اداکارۍ جایزې یې له یو ځل څخه زیاتې ګټلې دي، په هغو کې کټرین هېپبرن، فرانسس مکډورمند، انګرېډ برګمن او بیټې ډېوس هم شاملې دي.
نولان تر دې مخکې ډېر ځله خپل فلمونه د اسکر جایزو ته رسولي لکه د انسیپشن، ډنکرک او دې ډارک نایټ فلمونه دي خو د خپل ډایرېکشن په ډګر کې د یکشنبې یا اتوار د ورځې ایوارډ د دغه ۵۳ کلن فلم جوړونکي لپاره لومړی دی.
نولن د ایوارډ اخېستلو پر وخت وویل، د سینما یواځې څه باندې سل کاله کېږي.
"مونږ نه پوهېږم چې دا ښایسته سفر به له دې ځایه کوم ځای ته ځي." خو وویل، "دا چې زه یې یوه مهمه برخه وبلل شوم دا ماته یو نړۍ ارزښت لري."
Forum