لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځې د ماهوارۍ او پاکۍ په توکو د "ګلابي مالیو" ختمول غواړي


ښځې فعالینې وايي پاکستان کې د ماهوارۍ سره د تړلو اړینو مصنوعاتو په ګډون د ښځو د شخصي استعمال په شیانو لګول شوي “ګلابي مالیې” یا پېنک ټېکسونو او په لویه کچه د غربت له امله د مېرمنو لویه شمېره د صحت د پاکۍ د اسانتیاو نه بې برخه دي.

‎په پاکستان کې په تېر اتم مارچ، د ښځو په نړیواله ورځ په یادو مصنوعاتو باندې د مالیو ختمولو غوښتنه د ښځو په نعرو او شعارونو کې اورېدل او کتل کېدله. د هغوی دریځ وو چې د سړو د پاکۍ مصنوعات د ښځو د ضرورت د شیانو نه ارزان دي.

د ښځو د حقونو فعاله عظمی خان وايي: "زنانه چې کوم سېنېټري پيډز استعمالوي نو دا دوی د پاره هم دومره ضروري ده څومره چې خوراک، خو په پاکستان کې دا شیان ډیر ګران دي لکه دلته د دې پيډ یو پیکټ دوه نیم سوه روپو باندې دی اؤ که یو کور کې درې ېا څلور زنانه وي نو دا به څومره زیات خرچ وي ځکه زمونږ غوښتنه ده په داسې شیانو دې ټیکس ختم کړی شي چې هر څوک یې بیا په آسانه استمالولی شي."

‎په پاکستان کې زياتره ښځې سېنټري پيډز او د ضرورت نور د پاکۍ شيانو ته رسايي نه لري. ‎شميړې ښيي چې په پاکستان کې شاوخوا اویا فیصدي (٪۷۰) ښځې سينټري پيډز نه استعمالوي.

د مېرمنو د حقونو بله فعاله هدا وايي: "هره میاشت هرې یوې زنانه ته د دې پيډونو ضرورت وي، خو پاکستان کې په دې مونږ لګژري تیکس ورکوو ددې خو دا مطلب شو چې دلته ټولو غریبو زناناؤ نه دا حق واخستل شو چې خپل ځان د پاره هغوی ېو صفا پیډ استعمال کړي."

د ېونیسیف ېو رپورټ ترمخه په پاکستان کې ېو کم اتیه فیصدي زنانه سینټرې پیډ ېا د روغتیایي پیډونو استمال نه کوي اؤ بیا نور رپورټونه وایې د دې پیډونو پرځاې ښځې د کپړې استمال کوي اؤ بیا بیا دا کپړا استمالوي چې صحت ته سخت تاوان رسوي. د دې لویه وجه هم غربت ښودل شوی او بله په لرې پرتو سيمو کې ياد پیډونه موندل هم ګران وي.

په پاکستان کې د غېر دولتي ادارې اېس. ډي. پي. اي. لپاره څېړونکې عروج ډار وايي: "په پاکستان کې ډیرې کمې داسې کمپنۍ دي چې د زناناؤ لپاره شیان جوړوي. اکثر د لویو کمپنیو سامان په پاکستان کې خرڅېږي او که پدې بيا لګژري ټيکس هم ولګي نو دا بيا ډير ګران شي نو ځکه ګران شي او د يو عام ښځې د وس نه بهر شي. حکومت ته پکار دي چې د زنانوو په مصنوعات باندې لګيدلي ټيکسونه دې ختم کړي او پدې دي سبسډي (رعایت) ورکړي چې هره ښځه دا اخستې شي."

د ښځو د حقونو د پاره کار کوونکې وايي په پاکستاني ټولنه کې مېرمنې هڅې هم د سړو په مقابله د ډیرو حقونو نه محرومه دي او د یو داسې بنیادي حق نه بیا د ټیکسونو په شکل کې ریاست هم دا زنانه محرومه ساتي.

‎په پاکستان کې د کرېکېټ نه تر دفاع، سیاست او اکثره نورو ډېرو شیانو کې سیالي د ګاونډي هېواد هند سره کېږي خو هلته (هند) کې په کال ۲۰۱۸م کې د ماهوارۍ په وخت د ښځو لپاره په اړینو مصنوعاتو ۱۲ فيصده ټيکس ختم کړای شوی وو.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG