لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل د حماس ډلې یو پوځي مشر په نښه کړی دی


اسرایل د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې یې په یوه هوایي حمله کې د حماس یو پوځي مشر په نښه کړی دی، خو تر اوسه ښکاره نده چې هغه په دې برید کې وژل شوی او که نه. هلې ځلې روانې دي چې دا خبره معلومه شي.

د اسرایل د پوځ ویاند، ډانیل هګاري د ګل/دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرنس کې خبریالانو ته وویل چې د حماس د یو پوځي مشر مروان عیسی په پټنځای باندې دغه حمله "د خالي او اتوار ورځو ترمنځ" شوې ده.

هګاري زیاته کړه چې دغه ودانۍ د غزې په منځ کې وه او د حماس دوه جګپوړي غړي به هلته پټېدل، چې یو یې مروان عیسی و. اسرایل دعوه لري چې مروان عیسی د هغو حملو یو اهم منصوبه جوړوونکی و کوم چې د اکټوبر په ۷مه نېټه په اسرایلیانو وشوې.

د حماس ډلې پوځي څانګه د عزالدین قسام بریګیډز نومیږي او مروان عیسی په هغه کې دویم لمبر مشر دی.

د اسرایل د پوځ ترجمان وویل: "مونږ لا تر اوسه د دې بمبارۍ د نتایجو په جاج اخېستو لګیا یو، او تر اوسه حتمي تصدیق ندی رارسېدلی."

د اسرایل له اړخه دا دعوه په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې فلسطینیانو د ګل/دوشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې اوله ورځ پیل کړه.

که څه هم کوششونه روان و چې د روژې په میاشتې کې د اسرایل او حماس ترمنځ ډزبندي پرځای شي، مګر د روژې په رارسېدو هم په غزه کې جګړه دوام لري.

اسرایل خبر ورکړ چې د ګل په ورځ یې د غزې پټۍ په مختلفو علاقو کې حملې کړي چې په کې خان یونس او د جنوبي غزې په نورو علاقو او مرکزي غزه کې بمبارۍ او ځمکني بریدونه هم په کې شامله دي.

په غزه کې د حماس د ولقې لاندې صحت وزارت د ګل په ورځ وویل چې په یوه ورځ کې د اسرایلي ځواکونو په حملو کې هلته اووه شپېته (۶۷) تنان ووژل شول او دې سره د جګړې له پیله تر دې دمه د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۳۱۱۱۲ کسانو ته ورسېد.

اسرایل دا انتقامي پوځي عملیات پس د هغه پیل کړل چې د اکټوبر په ۷مه د حماس ډلې ناڅاپي په اسرایل حمله وکړه، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او قریب دوه نیم سوه نور یې یرغمل یووړل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG