د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور له وزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي او ويلي يې دي، له وزيراعظم سره یې د (خېبرپښتونخوا) صوبې په مسلو او امنیت د مسلو په سر خبرې شوي دي.
د شهباز شريف سره ليدو وروسته علي امين ګنډاپور د مسلم ليګ ن د مشرانو احسن اقبال او اميرمقام سره په ګډه خبرو کې وويل، "حکومتونه جوړ شوي اوس زمونږ مقصد د ولس، صوبې او امنيت مسلې دي او په هغې خبرې وشوې، ډېرې مثبت خبرې وشوې، هغه (وزيراعظم) راته د پوره ملاتړ باور راکړی او د مرکز په زمه چې زمونږ کومې پېسې (واجبات) دي د هغې په حواله وزیراعظم وويل، چې هغه زمونږ صوبې حق دی".
ورسره نوموړي وویل، "مونږ هم خبر يو چې د پاکستان معاشي حالات هغه شان نه دي نو مونږ به هم کومه داسې غوښتنه نه کوو چې هغه ممکنه نه وي دلته، مونږ به یې هم وخت په وخت د قسطونو په صورت کې اخلو چې ممکنه وي، چې په شريکه کار وکړو".
هغه زياته کړه، "مونږ له ولس مېنډېټ راکړی دی مونږ به ورله کار کوو، زمونږ صوبې د وړاندې د ملک دپاره خپل وسايل په کار راوستي دي اوس به یې هم کوو".
علي امين ګنډاپور وویل، "زمونږ صوبې د بجلۍ، ګېس او تيلو په مد کې د وړاندې حصه اچولې او نوره به هم اچوي او وزيراعظم راسره وعده کړې چې رښتيا خبره به ورسره کوي".
احسن اقبال وويل، د علي امين ګنډاپور د وزيراعظم سره د ليدنې هرکلی کوي او وزيراعظم هم دغه خبرې وکړې کومې چې وزيراعلا وويل.
هغه وويل، "وزیراعظم باور ورکړو چې د خېبرپښتونخوا صوبې څومره واجبات دي مرکز به هغه ورکوي او د هغې دپاره د آی اېم اېف (نړيوالې مالياتي ادارې) سره د خبرو وروسته په 19م مارچ د خزانې وزارت افسران پابند کړل شوي دي، چې د خېبرپښتونخوا د اړونده چارواکو سره کښېني او د خېبرپښتونخوا د واجباتو معاملات ورسره هوار کړي".
هغه زياته کړه، وزيراعلا د روژه ماتي او پيشمني په وخت د بجلۍ د لوډشيډنګ خبره را اوچته کړه او وزيراعظم اړونده وزارت ته لارښوونه وکړه چې په دغو وختونو کې چاته مشکلات جوړول پکار نه دي.
هغه وویل، "وزيراعظم وویل چې د خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت يو مستقل ټيم دې جوړ کړل شي کوم چې د صوبې په معاملاتو د مرکز سره په ګډه کار کوي"، احسن اقبال زياته کړه، وزيراعلا په ليدنه کې د هغو بندي کسانو خبره هم وکړه چې د چا پرضد کوم شواهد نه وي او هغو ته انصاف ترلاسه کېدل پکار دي".
د احسن اقبال په خبره، "مرکزي حکومت به د امن او خېبرپښتونخوا د پرمختګ دپاره هر هغه کار کوي کوم چې د کومې بلې صوبې دپاره کوي".
او علي امين ګنډاپور بيا وويل، د وزيراعظم سره یې د عمران خان په حواله هم خبرې شوي چې د عمران خان په اړه سياسي خبرې اترې او رابطې ضروري دي، چې سياسي رابطې وي سياسي مسلې به هواريږي، نو وزيراعظم په هغې مثبت وو او زر به زما د هغه (عمران خان) سره ملاقات وکړي.
د اتمې فرورۍ د انتخاباتو وروسته په مرکز کې د مسلم ليګ ن ګوند او اتحاديانو حکومت جوړ شوی او په خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت جوړ شوی دی.
مسلم ليګ ن او تحریک انصاف ګوند د يو بل سخت سياسي مخالفين پاتې شوي او په يو بل سختې نيوکې کوي.
Forum