د زمبابوی پولیسو د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي هغوی هغه سړی نیولی چې د اپسټالک فرقې د پېغمبر دعوه یې کوله اؤ تر څنګ ورسره د هغه پیروان هم اوسیدل.
اپسټالک یوه لرغونې مسیحي فرقه ده چې شراب اؤ تماکو نه کاروي، ټیلي ویژن اؤ فلمونه نه ګوري، ویښتان نه خروي،سر اؤ بدن پټ ساتي اؤ فعالیتونه یې زیاتره تر عبادت محدود وي.
د افریقایي هېواد، زمبابوې پولیس وایي چې چارواکو ته هلته غیر رجسټرډ قبرونه هم په لاس ورغلي دي چې د ماشومانو قبرونه هم په کې شته اؤ ددې ترڅنګ دغلته تر 250ؤ زیاتو ماشومانو نه په کمه پیسو د مزدورانو په توګه کار اخستل کیدو.
د پولیسو ویاندې پال نیاتهي خپل یو بیان کې ویلي چې 56 کلن اسماعیل چوکورونګروا ځان د یوې فرقې خود ساخته پېغمبر بولي اؤ ددغه فرقې د غړو شمېره تر زرو زیاته ده چې د پلازمینې هراری شمال لویدیځ ته د34 کلو میټره په واټن یو زرعي فارم کې اوسیږي اؤ دغلته ورسره ماشومان هم ژوند کوي.
بیان کې ویل شي چې دغلته موجودو 251 ماشومانو کې 246 تنانو د زیږون سند نه لرلو.
د پولیسو ویاندې ویلي پولیس په دې نتیجه رسیدلي دي سکولونو ته د تګ په عمر دا ماشومان تر اوسه یو مکتب ته هم د زده کړو لپاره کله نه دي تللي اؤ د کم بیعه مزدورانو په توګه یې استحصال کولی شو.
پولیس وایي دغو ماشومانو نه د ژوند د مهارتو ایزده کولو په نوم محنت مشقت اخستل کېدو.
پولیسو نیول شوی د پېغمبرۍ دعویدار چوکورونګروا اؤ د هغه ملګري د زیارت یا پنجشنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړي دي.
پولیس وایي د نهې په ورځ د پېغمبرۍ د دعوه ګیر شخص په کور پولیسو چاپه وهلې وه اؤ هغه یې سره د خپلو څو نورو ملګرو نیولی ؤ ، په چوکورونګروا د مجرمانه فعالیتونو دفعې لګول شوي چې هغې کې د ماشومانو استحصال هم شامل دی.
یوې سرکاري ورځپاڼې ایچ میټر پخپله ایکس (پخواني ټویټر) د پولیسو د چاپې د مهال یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې ښځې پولیسو ته په دې ویلو لیدل کیږي چې تاسو زمونږ بچي ولې بوځئ، مونږ دلته خوشحاله یو اؤ هیڅ ستونزه نه لرو.
د پېغمبرۍ د دعوه کوونکي چوکورونګروا یو نایب یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د دوي په عقیده کې ذریعه یا وسیله نه شته اؤ نیغ په نیغه الله ته عبادت کوي.
هغه ویلي دوي ته خدایې د جنت لاره ورښودلې ده اؤ هم الله عامو مکتبونو کې د ورکړی کېدونکي تعلیم نه منعې کړې دي.
هغه وایي عامو مکتبونو ته خپل واړه ځکه نه لیږي چې هلته د الله له تعلیماتو خلاف زده کړې ورکول کیږي.
دغه نایب وایي که چرې دوي خپل بچیان اسکول ته ولېږل نو الله به باران نه وروي اؤ له دې امله دغه سیمه کې سوکړه هم ده.
د افریقې په جنوبي حصه کې اباده اپسټالک فرقه په دغه هیواد کې زیاته مشهوره ده.
د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسیف د اندازې له مخې د زمبابوی په یو نیم کروړ ابادۍ کې د اپسټالک فرقې د پیروانو شمیره نزدې 25 لکه ده اؤ ددې فرقې ماشومان نه یوازې دا چې اسکولونو ته نه ځي بلکې هغوي عصري دوایانې هم نه استعمالوي اؤ هسپتالونو ته هم له تګ ډډه کوي.
دغه فرقه زیاتره د خپلو ماشومانو علاج په روحاني توګه په دعاګانو،مقدسو اوبو، د هغه ځایه په راوړل شوؤ کاڼو کوي چې د دوي په خیال حضرت عیسا علیه السلام پکې دفن کړی شوی ؤ.
خو دا چې اوس یو شمیر دولتي اؤ غیر دولتي سازمانونو د علاج اؤ تعلیم په اړه کمپاینونه وچلول نو دغه فرقه کې هم ځېنې کسانو خپل ماشومان مکتبونو ته اچولي دي اؤ هم په هسپتالونو کې له ډاکټرانو علاج کوي.
( د دې رپورټ معلومات د رایټرز اؤ ای ایف پي څخه اخستل شوي)
Forum