په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د شنبې - خالي په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اسحاق ډار سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو کې د رامنځته شوي سوړ والي ختمولو په موخه یې ورته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده.
په پاکستان کې له نوي حکومت جوړېدو وروسته د کابل اؤ اسلام اباد ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو په کچه دا وړومبی تماس په داسې وخت کې نیول شوی چې پرون یو وارې بیا د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې ترهګرو په یوه پوځي ودانۍ ځانمرګي برید اؤ تر څو ساعتو اوږدې ډزې کړې دي اؤ په رپورټونه وایي چې په دغه برید کې پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
هر څو که پاکستان په دې تازه برید کې لا افغانستان ته د ملامتې ګوته نه ده نیولې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ څومره غټې پېښې رامنځته شوي نو پاکستاني چارواکو ملامتیا د افغان طالبانو په حکومت ور اړولې ده اؤ دعوې کوي چې وسله واله ډله ټي ټي پي د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي خو د طالبانو حکومت بیا مدام دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د دولتي رسنۍ ای پي پي د پورټ له مخې د طالبانو د خارجه وزیر لخوا په دې ټیلي فوني تماس کې خپل پاکستان سیال ته د نوي منصب په سپارل کېدو مبارکي ویل شوې ده اؤ هیله ښودل شوې ده چې د هغه د ماموریت دوره کې به د دواړو هیوادونو اړیکې لا پسې وغځېږي.
تر ټیلي فوني تماس وروسته د پاکستان خارجه وزیر ښاغلي اسحاق ډار په ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ رابطې،تجارت،سلامتي، د ترهګرۍ مخنیوی اؤ د ولسونو تر منځ تماسونه پراخول د پاکستان وړومبۍ ترجیح ده.
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد هم په ایکس رسنۍ لیکلي چې امیر خان متقي هیله ښودلې چې اسحاق ډار به د دواړو ګاونډي هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مثبت اؤ تعمیري کردار ولوبوي.
بیان کې د امیر خان متقي په حواله ویل شوي چې "سیمه خپلو مثبت روابطو کې ورځ تر بلې اضافه کوي اؤ د اساسي ځاندرې یا رغاوڼې د سترو پروژو عملي کېدو کار په سیمه ییزه کچه پیل کیږي اؤ مونږ هیله لرو چې پاکستان به پکې تعمیري برخه واخلي"
هغه د پاکستان خارجه وزیر ښاغلي اسحاق ډار ته دافغانستان د سفر بلنه هم ورکړې ده.
د طالبانو د خارجه وزیر په حواله بیان کې ویل شوي دواړه خواو په ټیلي فوني تماس کې په ډیورنډ کرښه مسافرو،ناروغانو اؤ کاروباري ګاډو ته د اسانیو په ورکولو اؤ د موجوده ستونزو په ختمولو ټینګار کړی دی.
ډاڼ ورځپاڼه وایي چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د پاکستان سفارتي استازي عبېدالرحمان نظاماني په کندهار ولایت کې ددغه ولایت د والي ملا محمد شیرین اخند سره لیدنه کړې وه اؤ په یو لړ مهمو چارو یې ورسره له نزدې خبرې کړې وې.
ملا شیرین د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخند زاده له نزدې ملګرو ګڼل کیږي اؤ هغه تېر کال وروسته له هغې پاکستان ته سفر کړی ؤ چې پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو په سر د کابل اؤ اسلام اباد اړیکې زیاتې تاوجنې شوې وې.
ډاڼ ورځپاڼه وایي افغانستان کې د پاکستان ناظم الامور عبېد الرحمان نظاماني ورته ویلي چې مونږ د ګډې خوښې په چارو خپلو کې سره وغږیدو اؤ په ټولو اړونده څانکو کې مو د پاکستان اؤ افغانستان د اړیکو په پراختیا اتغاف وکړو.
تېره اووۍ ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرام د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وؤ هغوی باید افغانستان کې په واکمنو طالبانو ټینګار وکړي چې هغوي باید د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره خپلې اړیکې وشلوي.
د افغان طالبانو حکومت پرله پسې د پاکستان دا تورونه رد کړي دي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي اؤ ټینګار کوي چې پاکستان باید ناامنۍ ستونزه د خپل کور دننه هواره کړي
Forum