لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د کوټې راغورځېدو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي


file photo
file photo

د‎ ‎خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع کوز جنوبي وزيرستان کې د يوې کوټې د چت راپريوتو په پېښه کې شپږ کسان مړه او 10نور ژوبل شوي دي.‏

انتظامیه وايي دا پېښه ماښام د بیرمل تحصیل په رغزی سیمه کې شوې چې د لومړیو مالوماتو له مخې د افسر خان نومي تن کور کې د یوې کوټې چت ‏غورځېدلی دی.‏

انتظاميې په پېښه کې د مړو ژوبلو تاييد کړی او ويلي یې په مړو او ژوبلو کې زياتره ښځې او ماشومان دي.‏

د ژغورنې ادارې رېسکيو ‏‎1122‎‏ ويلي، د پېښې په اطلاع تر لاسه کېدو سمدست موقعې ته رسېدلي او مړه او ژوبل کسان یې د ایستلو وروسته واڼه سیمه ‏کې روغتون ته منتقل کړي دي.‏

د روغتون چارواکي وايي د شپږ وکسانو مړي او لس ژوبل کسان راوړل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.‏

د دوی په وینا په مړو شوو کسانو کې درې زنانه او یوه ماشومه شامل دي او پنيځه کسانو د ابتدایي علاج کولو وروسته بیرته واپس لیږل شوي او پینځه په ‏هسپتال کې داخل دي چې حالت یې د خطرې نه بهر دی. ‏

د انتظاميې د مشر ناصر خان دفتر چارواکي وايي د پېښې پلټنې یې پیل کړې او لومړیو مالوماتو له مخې دا یو کچه کور وو، د کورنۍ غړي د روژي ماتي ‏د پاره په یو کوټه کې ناست وو چې ناڅاپه پرې د کوټې چت راپریوتی دی.‏

ځايي خلک وايي رغزی د ضلعې مرکز واڼه نه نیزدې ‏‎20‎کلومیټره لرې لودیځ ته پرته علاقه ده چې انتهايي وروسته پاتې سیمه ده او خلک یې زیاتره ‏غریبانان دي.‏

د سیمې نه د صوبايي او قامي اسمبلیو منتخب استازو عجب ګل او زبیر وزیر په ځاني تاوان د خفګان څرګندونې ترڅنګ د زیانمنې کورنۍ سره ‏د مرستو ژمنه کړې ده.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG