لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په کندهار کې ځانمرګی برید په کلکه غندلی چې پکې شاوخوا ‏‎20‎‏ تنه وژل شوي


امریکې په کندهار کې پرونی خونړی ځانمرګی برید غندلی چې داعش وسلوالې ډلې یې ذمه واري پر غاړه اخیستې وه.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ پر ایکس لیکلي چې د امریکا په کندهار او کابل کې ترهګر هغه بریدونه غندي چې بې ګناه وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکې سفارتکارې کېرن ډېکر هم دا برید "بزدلانه" بللی او په سختو ټوکو یې غندلی دی.

د افغانستان په جنوب کې پروت ښار کندهار کې پرون سهار ځانمرګی بريد شوی، رپورټونه وايي، په ياد بريد کې لږ تر لږه ‏‎20‎‏ کسان وژل شوي او داعش یې ‏ذمه واري منلې ده.‏

ياد ځانمرګی بريد د زيارت/ پنجشنبې په سهار د کندهار د کابل بېنک ودانۍ مخې ته شوی چرته چې د عامو خلکو ګڼه ګوڼه وه.‏

افغان رسنيو پرون په کندهار کې د طالبانو د پوليسو د وياند اسدالله جمشېد له قوله ویلي وو، په بريد کې درې ملکي کسان وژل شوي او ‏‎12‎‏ نور ژوبل ‏شوي دي.‏

خو نیويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل خبر کې د کندهار د ميرويس سيمه ييز روغتون د ډاکټرانو او نرسانو له قوله ويلي، په بريد کې د طالبانو د غړو په ‏ګډون لږ تر لږه ‏‎20‎‏ تنه وژل شوي او روغتون ته د ‏‎50‎‏ پورې ژوبل کسان ور وړل شوي وو.‏

د پېښې عېني شاهدانو او د روغتون کار کوونکو ويلي، ښيې په بريد کې د طالبانو هغه غړي په نخښه شوي چې د بېنک څخه د تنخاګانو اخستو دپاره ‏راټول شوي وو.‏

بي بي سي په خپل خبر کې د روغتون د ډاکټرانو له قوله ويلي، په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ‏‎21‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎50‎‏ نور ژوبل شوي وو.‏

د خبر ترمخه، داعش د بريد زمه واري منلې او ويلي یې دي، ځانمرګي یې د ‏‎150‎‏ پورې طالبانو په مينځ کې چاودنه کړې ده.‏

طالبان چې په کال ‏‎2021‎م کې په افغانستان واکمن شوي، دعوه کوي په هيواد کې امنیت په ځای کړی دی، خو د دغو دعوو باوجود د کابل ترڅنګ په غټو ‏ښارونو کې چاودنې او بريدونه شوي،ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي او د زياتو زمه وارۍ پکې داعش منلې دي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG