لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن اسرایلو ته تللی چې د اوربند په راتلو زور راوړي


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د جمعې په ورځ په تل ابیب کې له اسرایلي چارواکو سره لیدلي.

دا د لوړې کچې یوه هڅه ده چې غواړي د اسرایل او د حماس ترمنځ اوربند رامنځ ته شي.

دا سفر په داسې حال کې شوی چې د امنیت شورا پر "بیړني تړون" باندې د امریکا پر قانوني مسودې باندې رایه اچولو ته تیاری نیسي.‌

بلېنکن د اسرایلو د جګړې له کابینې سره تر بحث وروسته په یواځې توګه د اسرایلو له وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو سره لیدلي چې هغوی وهڅوي چې د غزې په جنوبي ښار رفع باندې پوځي عملیات ترسره نه کړي.

داسې باور دی چې که دغه عملیات ترسره شي نو په یادې سیمه کې بشري ناورین نور هم زیات شي.

اسرایل وايي، پلان شوي‌ عملیات د دې لپاره ضروري دي چې حماس ته د ماتې ورکولو هدف یې ترلاسه شي او دا باوري شي چې د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوې ډله په اسرایلو باندې د اکټوبر د اوومې د برید په څېر بل برید ترسره نشي کړای.

د ملګروملتونو لپاره د امریکا د استازې لېنډا تاماس ګرینفیلډ ویاند په یو بیان کې ویلي، تمه ده امریکا به د جمعې په ورځ د ملګروملتونو امنیت شورا ته یوه مسوده واستوي په کومه کې چې "د بیړني اوربند لپاره د روانو ډپلوماټیکو هڅو ملاتړ شوی چې بندیان به هم ورسره خوشې کېږي."

امریکايي چارواکي د شپږو اونیو د اوربند په متن باندې مذاکرات کوي چې په ترڅ کې یې حماس د اسرایلو برمته شوي کسان خوشې کوي او اسرایل بیا فلسطیني بندیان خوشې کي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG