لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولي ګراف: په سوشل مېډیا باندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړې په باب دروغ خبرونه


د مارچ میاشتې په اتلسمه نېټه پاکستان د افغانستان خاوره کې دننه هوایي بمبارۍ وکړې او دعوه یې وکړه چې په دې بمباریو کې یې هدف هغه وسله والې ډلې وې چې د پاکستان سره سرحد ته نږدې علاقو کې پټې دي.

الجزیره د پاکستان د پوځ او خارجه وزارت له قوله راپور وکړ چې د سرحدي کرښې بلې خوا نه د ترهګره فعالتونو تر سره کولو او ورسره د مرستو په سر يي د مارچ په اتلسمه پاکستان ته څېرمه د افغانستان په سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان مشران په حملو کې ویشتلي دي.

د ورځې په ورستۍ برخه کې افغان دفاع وزارت اویل پوځ يي د سرحدي کرښې بلې غاړې ته د پاکستان د پوځ په مرکزونو ډزې کړي. دا ډول پیښې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په سرحدي کرښه د معمول خبره ده، په داسې حال چې دواړه هیوادونه ترهګرو ته پناه ورکولو تورونه په یوه بل لګوي.

دا پرله پسې تاؤتریخوالی د ټولنیزه رسنیو کاروونکي چې په کې غلط مالومات خپروونکي او نور ناسمه خبر ورکوونکي هم شامل دي، دې ته هڅوي چې دغسې احساساتي او ناسمه تازه مالوماتو په اړه بیړنۍ خبر خپور کړي، د زیاتو خلکو پام ځان ته واړوي او خپل کتونکي زیات کړي. د دغسې غلطو معلوماتو په باب پولي ګراف انفو وړاندې رپوټونه ورکړي دي.

په ایکس ویب پاڼه بابا بنارس چې خپل ځان د دفاع چارو لیواله بلي او پاکستان کې اوسیږي، د تازه خبر په ټکي کارولو د طالبانو په اړه د دروغو اعلان خپور کړو چې پوځ يي ګني په پاکستان یرغل کړی دی.

بابا بنارس د مارچ په اتلسمه خپل ۴۴۰۰۰ کتونکو یا فالوورانو ته دا بیان خپور کړو او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته يي منسوب کړو.

بابا بنارس نومي کس پخپل دغه اېکس پوسټ کې، چې یو غلط خبر دی، د طالبانو د ترجمان له قوله په دروغو لیکلي دي:

"بیړنۍ خبر: مونږ د دریو سرحدي ولایتونو عسکرو ته امر کړی چې په پاکستان باندې حمله اوکړي. دې وخت زمونږ عملیات روان دي. مونږ د پاکستان ۹ پوستې نیولي او سوزولې مو دي. زمونږ په ځوابي حمله کې د پاکستان پوځ مرکزي بریګیډ ته لوی زیان اړول شوی."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد داسې هیڅ ډول کوم بیان نه دی ورکړی او نه افغانستان په پاکستان باندې حمله کړې ده.

په ايکس باندې دغه چاپ شوی دروغ خبر، نزدې ۴۰ زره خلکو کتلی او د ۱۵۰۰ نه زیاتو کسانو خوښ کړی او بیا يي پوسټ کړی دی. د ټولنیزه رسنۍ لخوا داسې هیڅ ډول کوم جمله دې سره نه ده لیکل شوې چې اووايي دا خبر باوري نه دی.

په اصل کې د مارچ په اتلسمه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په انګریزۍ، پښتو او دري ژبو کې بیا خپور کړو او وویل د پاکستان جنګي جازونو د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې په عام خلکو بمباري کړې، درې ښځې او درې ماشومان يي وژلي او دوه ښځې بیا وروستو مړې شوي.

"د افغانستان اسلامي امارت په سختۍ سره دا حملې غندي او دا غیرذمه واره عمل د افغانستان د خاورې سرغړونه ده." بیانیه وړاندې وايي دا ډول پیښې به "ډېرې بدې اغیزې ولري چې د پاکستان د قابو نه به بهر وي."

هم دغه ورځ باندې د کرمې ځايي خلکو ریډیو فري یورپ ته ویلي چې طالبانو په دغه سیمه کې ګوله باري کړې. په سمدستي توګه د مرک ژوبلې کوم مالومات ورنکړی شو او نه د پاکستان په خاوره د طالبانو کوم عسکر د موجودتیا په اړه راپور مخې ته راغلی.

د طالبانو لخوا راپور شوې حملې په داسې وخت مخې ته راغلي چې د مارچ په شپاړسمه شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په پوسته د وسله والو په برید کې ۷ پاکستاني عسکر وژلی شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي.

ازادۍ راډیو په ګوته کړه چې طالبانو په خپل ایکس اکاونټ باندې هیڅ داسې ډول کومه ویډیو نه ده خپره کړې چې په کې د پاکستان په خاوره د پوځ په مرکزونو د طالبانو راکټي بریدونه د خرلاچۍ په سیمه کې ښکاره کړل شوي وي. خرلاچي د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تګ راتګ غټو لارو څخه یوه ده.

پاکستان ویلي د افغانستان سره پوځي جګړه به ددوي اخیرۍ چاره وي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د مارچ په شلمه وایس اف امریکا ته ویلي مونږ د افغانستان سره وسله واله جګړه نه غواړو. ده زیاته کړه که طالبانو د پاکستان ضد ترهګر فعالیتونه کوم چې د افغانستان د خاورې نه ترسره کیږي نو اسلام اباد به د هند سره د افغانستان تجارتي لار بنده کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سرحدي پولې په سر د لانجې جرړې په دې سیمه د استعماري تاریخ یا برطانيي د راج وختونو ته رسیږي.

د ډیورنډ کرښې نوم په هند کې په نولسمه صدۍ کې د برطانيي سیکټري مارټیمر ډیورنډ د نامې څخه اخستل شوی کوم چې دې وخت د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله ده.

په کال ۱۸۹۳ کې د برطانيي چارواکو د افغانستان امیر عبدالرحمان سره شوې لوظنامه کې دا کرښه راښکلې وه، دغه ډیورنډ کرښې د اوږدې مودې نه ختمیدونکې شخړه رامینځ ته کړه.

ددغه لوظنامې په وخت پاکستان نه وو جوړ شوی او دغه سیمه د برطانوي راج د واک لاندې وه، د برطانيي پاچا په هند باندې واکمن وو. په کال ۱۹۴۷ کې د پآکستان خپلواکۍ ترلاسه کولو ورستو د ډیورنډ کرښې په سر ستونزه راپورته شوه. د سیمې پښتانه په دوه برخو کې د افغانستان او پاکستان په مینځ کې وویشل شو.

پاکستان په نزدیو کې په ۲۶۷۰ کلومټره سرحد باندې ښاردار تارونه پورته کړل کومې ستونزه د پښتنو قبایلو لپاره له نور زیاته کړه، واړه کاروبارونه تباه شو او د ډیرو خلکو د خپلو کورنیو لپاره د ګټې وټې وسیلي ختمې شوې.

د پاکستان پنجاب صوبې واکمن هم دغه ناخوښه تګ لاره عملي کوي، پښتانه دې ته اړه کوي چې د پاکستان دننه نورو سیمو ته کډې اوکړي او د خپلو افغانانو سره اړیکې پرې کړي.

د تاؤ تریخوالی کچه هر وخت پورته وي ځکه چې د پاکستان پوځ چې پکې زیاتره پنجابیان دي د پولې یو اړخ ته کنټرول په لاس کې لري او طالبان چې اکثریت يي پښتانه دي بلې غاړې ته واکمن دي.

طالبانو په نزدیو کې د کال ۱۸۹۳ سرحدي تړون سره خپل مخالفت یو ځل بیا تکرار کړی، دعوا يي کړې چې دې افغانستان په دوو برخو ویشلی.

د طالبانو مرستیال خارجه وزیر شیرمحمدعباس ستانکزي د فرورۍ په میاشته کې ویلي: "مونږ چرته هم ډیورنډ کرښه نه ده منلې او نه به يي ومنو. دې وخت نیم افغانستان د کرښې بلې غاړې ته پروت دی."

د شوروي اتحاد د عسکرو ویستلو ۳۵مې کلیزې د نمانځلو په وخت خپله وینا کې عباس ستانکزي د ډیورنډ کرښه د انکریزانو لخوا د تقسیم فرضي کرښه اوبلله کومې چې د افغانانو زړونه دردولي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG