واشنګټن – له کابل څخه د هند لوړ پوړي ډپلوماټ جې پي سېنګ تر لیدنې یواځې دوه اونۍ وروسته د امریکا یو جګ پوړی چارواکی نوي ډلي ته تللی چې د افغانستان په اړه بحث وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تاماس ویست د هند د بهرنیو چارو له وزیر وینې کواترا څخه غوښتي چې په افغانستان کې "د ګډو ګټو د ملاتړ لپاره یو واحده ډپلوماټیکه لاره" جوړه کړي.
د هند پر خلاف امریکا په ۲۰۲۱ کال له جګړه ځپلي افغانستان څخه د وتلو راهیسې له طالبانو سره ډپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.
واشنګټن په طالب مشرانو باندې د بندیزونو او تجرید پالیسې پر خپل ځای ساتلې.
امریکا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو سره افغانستان ته د کونسلي چارو په لېږلو غور کوي:
ځینې څېړونکي نیوکې کوي چې دا لاره بې اغیزې ده، خو هته د امریکايي چارواکو له پاتې کېدو سره به تر هغو کوم بدلون رانشي تر څو چې طالبان د ښځو په تعلیم او کار باندې بندیزونه لېرې نه کړي او یو ټول ګډ حکومت رامنځ ته نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته لیکلي، "امریکا په افغانستان کې هغو سیاستونو ته دوام ورکوي چې زمونږ ملي ګټې ساتي او د افغانانو ملاتړ کوي."
هند بل ډول تګلاره غوره کړې.
کابل ته د پاکستان یو ځوانی سفیر رستم شاه مهمند وايي، هند ګڼي چې طالبانو په افغانستان کې له شل کلنې کورنۍ جګړې وروسته امنیت راوستی.
مهمند امریکا غږ ته وویل، "هند افغانستان منرالونو ته سترګې نیولي او دوی ټرانزېټ ټرېډ او منځنۍ اسیا ته انرژي غواړي."
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې، چې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې سینګ او نورو هندي چارواکو همدارنګه "د چابهار بندر له لیارې د سوداګرۍ په زیاتوالي" خبرې کړي.
چابهار د ایران په جنوب ختیځ کې سمندري لاره ده. هند هیله څرګنده کړې چې دغه له بندر څخه به د سوداګریزې لارې د جوړېدو لپاره کار واخلي.
امریکا داسې کوم څه نه غواړي.
خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د هند دې اړتیا ته درناوی ښودلی چې غواړي د خپل ملي ګټو لپاره له طالبانو سره ښکېل شي.
د ترهګرۍ ضد مبارزه:
له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښونو راپورته کېدل د امریکا او هند لپاره د اوږده وخت راهیسې لومړۍ اندېښنه ده.
امریکا چارواکو وخت ناوخت طالبانو ته د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په ساتلو ګواښ کړی چې کولی شي د امریکا ګټې په خطر کې واچوي.
دې ته ورته هند د لشکر طیبه په څېر ترهګرو ډلو له ګواښونو څخه وېرېږي.
خو طالبان وايي، چې دوی به هېڅ کومې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي.
سیمیزې ګټې:
د تېرو دوو کالو په اوږدو کې امریکا خپله ډپلوماسي د ښځو پر حقونو باندې متمرکزه کړې او په طالبانو باندې د هغوی د جنسیتي توپیري سیاستونو له امله نیوکې کوي.
خو د افغانستان شاخوا هېوادونو له طالبانو سره ډپلوماټیکې او تجارتي اړیکې ساتلي که څه هم د بشري حقونو په اړه اندېښنې شته.
که څه هم په رسمي توګه تر اوسه هېڅ کوم هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي خو طالبان په ۳۸ هېوادونو کې ډپلوماټیک ماموریت لري.
په دغو هېوادونو کې د امریکا نېږدې متحدین لکه اېټالیا، جاپان، ناروې او ترکیه هم شامله ده چاچې په کابل کې هم خپل ډپلوماټان ساتلي دي.
د چین ولسمشر د افغان سفیر باولیک منلی دی:
امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرضد په نړیواله ټولنه کې پراخه همغږي شته.
طالبان په امریکا تور پورې کړي چې د خپلې اغیزې په کارولو سره یې په ملګروملتونو او نورو نړیوالو سټېجونو باندې د طالبانو د استازو مخه نیولې.
شرما امریکا غږ ته وویل، په اپرېل کې د هند د عمومي ټاکنو وروسته "هند ښايي د طالبانو د ډپلوماټانو د باور لیکونو په منلو سره هغوی وپېژني."
له دې سره به هند "په سیمه کې د اکثرو لویو طاقتونو پرضد عمل کړی وي."
د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ زیاتېدونکو فشارونو ته هند د یو فرصت په سترګه ګوري چې له کابل سره به یې اړیکې ښې شي.
هند او پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د خرابو اړیکو تاریخچه لري چې له هند څخه په ۱۹۴۷ کال له جلاکېدو تر وخت رسېږي.
Forum