په افغانستان کې واکمنو طالبانو د قانون د سرغړونو په تور د دوو امریکايانو په ګډون د څو بهرنیانو نيول تاييد کړي دي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د کنټرول لاندې ملي رېډيو ټيلي ويژن (آر ټي اې) سره په خبرو کې ویلي، د امریکايانو په نيولو یې امریکا خبر کړې ده، خو نوموړي د نورو بهرنيانو په اړه تفصیل نه دی ویلی.
امریکايي چارواکو او کورنۍ یې په نيول شوو امریکايانو کې د يو پېژندګلو د راين کوربټ په نوم کړې او د بل په اړه یې څه نه دي ویلي.
هغه ويلي، "څو کسان چې د افغانستان کې په بند کې دي په دوی کې دوه امریکايان هم دي دوی د افغانسان د قوانينو د سرغړونې په سر بندي کړل شوي دي. افغانستان ته د داخلېدو دپاره د ويزو اخستو وروسته، معنا دا چې دوی د افغانستان قانون او قاعدې ومنلې دوی به پرې عمل کوي او سرغړونه به یې نه کوي ".
دا لومړی ځل دی چې طالبانو د امریکايانو نيول په عامه توګه رسمي منلي دي چې يو پکې کوربټ هم دی. هغه د کال 2022م د اګست په میاشت کې نیول شوی وو.
د کوربټ کورنۍ وروسته د امریکايي صدر جوبايډن په انتظاميه غږ کړی چې د هغه په خوندي توګه خوشي کولو دپاره اقدامات وکړي.
د سي اېن اېن د رپورټ ترمخه، کوربټ د نیولو وروسته، تيره اوونۍ په پينځم ځل د خپلې ښځې انا او درېو بچو سره خبرې کړې وې.
انا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ امریکايي رسنۍ ته ویلي، "دا يو اندېښمن ټيليفون وو، دا اورېدل ګران وو چې راين هيله د لاسه ورکوي. د هغه قابو 600 ورځې پوره کیږي چې نيول شوي اود هغه په اړه یې په فکر کې بدلون راغلی".
هغې زياته کړې، "د کاربېټ صحت په خرابېدو دی او هغه د ذهني صحت هم خرابیږي دا یې د ماشومانو او زما دپاره د ويرې خبره ده".
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د زيارت په ورځ ویلي، امریکا د خپلو هغو ټولو وګړو په خوشي کولو کار کوي څوک چې په بهر هيوادونو کې په غلطه طريقه نيول شوي دي.
ميتهيو ميلر خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، "دا هغه تکليف تصور نه شي کولی، چې کورنۍ یې د کوم درد څخه تیريږي او هغه غم چې دوی ځوروي دا د دوی دپاره سخت مشکل وخت دی".
هغه ويلي، امریکايي چارواکي د طالب استازو سره ليدنې کوي او په دوامداره توګه پرې فشار اچوي چې ټول امريکايان بنديان بې د کوم شرطه سمدستي خوشي کړي.
د ميلر په خبره، "مونږ طالبانو ته په څرګند ډول ویلي چې داسې بندي کول په مثبت پرمختګ کې خنډ جوړوي، مونږ به دا جاري ساتو، مونږ هره ممکنه لاره کارو او هڅه کوو چې په غلطه طريقه په افغانستان کې نیول شوي امريکايان خپل کور ته راولو".
کوربټ او کورنۍ یې په افغانستان کې د کال 2021م په اګست کې د طالبانو په واک کې د راتلو پس د وتلو نه وړاندې د کلونو راهسې اوسېدل، او په افغانستان کې به یې د روغتيا او صحت دپاره غېر دولتي بشري پروژې چلولې.
د کوربټ کورنۍ ويلي، هغه په 2022م کې دوه ځله افغانستان ته تللی او په دویم ځل سفر کې طالبانو نيولی خو په هغه کوم جرم نه دی لګول شوی.
د امریکا د استازو د اېوان د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر مايکل ميککول په 27م مارچ يو بيان کې ویلي، "د بايډن ادارې د راين د خوشي کولو دپاره لږ کار کړی دی په داسې کې چې د هغه د صحت د خرابېدو په اړه پرله پسې رپورټونو مخې ته راځي".
Forum