لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې په چاودنه کې نهه ماشومان وژل شوي


GHAZNI HOSPITAL
GHAZNI HOSPITAL

د طالبانو په اداره کې د قدرتي پیښو سره د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق امریکا غږ ته وویل چې دا پیښه د غزني ولایت د ګیرو د ولسوالۍ د ځدراڼو په کلي کې د ماشومانو د لوبو پر مهال د پخوانیو جګړو څخه پاتې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله پیښه شوې ده.

د دې دمخه د طالبانو د حکومت له خوا د غزني ولایت لپاره د اطلاعاتو او کلتور رئیس حمیدالله نثار د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې پیښه کې پنځه نجونې او څلور هلکان چې عمرونه یې د څلورو او لسو کلنو ترمنځ وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداشان دغه اژانس د ایکس په ټولنیزه شبکه د یو سیمه ییز پولیس له خوا د یو خپور شوي راپور پراساس ویلي چې د اتوار یا یکشنبې په ورځ په یوه بله پیښه کې د هرات په ولایت کې هم د ناچاودو توکو په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ډیرې سیمې یې د ځمکې لاندې پر ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي.

همداشان د ګل یا دوشنبې په ورځ چې اپریل لومړۍ نېټه کېږي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دغه هیواد کې په ماینونو، ناچاودو توکو له جګړو څخه د پاتې چاودیدونکو توکو په چاودنو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو زره ملکیان مړه او ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې په افغانستان کې ۳۰۱۱ کیلو متره مربع ځمکه د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شوې، خو لا هم په دغه هیواد کې د ځمکې لاندې ماینونو او د جګړو څخه د پاتې ناچاودو توکو د پاکولو لپاره ډیر کار ته اړتیا ده.

په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د پیل سره هم مهاله ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماین پاکۍ کار پیل کړ، خو اوس لا په دغه هیواد کې ډیرې سیمې په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې ادارې "اوچا" د تیر ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شتون په اړه په یو راپور کې ویلي و، چې هره میاشت له ۶۰ څخه زیاتو افغانانو ته چې اکثره یې ماشومان دي د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله اړوي.

" اوچا ویلي: "افغانستان په نړۍ کې [په ماینونو] یو ترټولو ډیر ککړ هیواد دی. د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي".

اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې درې میلیونه افغانان د ماینونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو سره په هر کیلو مترۍ کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.

(دا راپور له امریکا غږ اشنا وېب پاڼې څخه اخېستل شوی.)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG