لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د مبینه مداخلت معاملې ته کتنې دپاره د ملک سپریم کورت اووه کسیزه بېنچ جوړ کړی دی.


د پاکستان په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د مبینه مداخلت په لړ کې د اسلام اباد هاي کورټ د ججانو د خط معاملې ته کتنې دپاره سپریم کورت اووه کسیزه بېنچ جوړ کړی دی. بلخوا Pakistan Law and Justice Commission وايي په ملک کې د ښځو وکېلانو شمېر 17% او دغه شان په سترو ججانو کې هم د ښځو ججانو شرح 5.5% ده. په دې موضوعاتو د بحث مېلمانه: د سپریم کورټ وکیلان اېډووکېټ شاه خاور او اېډووکېټ نور عالم خان، د ډیوه څېړنکار اسماعیل خان او د پېښور هايي کورټ وکیله اېډووکېټ نتاشا ثمن کوربنه: ثمینه احسن د پاکستان په وخت د شپې7 بجو نه تر د 8 پورې او افغانستان کې د شپې 6:30 نه تر د 7:30 پورې په سېټلایټ ډش ټي وي دا خپرونه کتی شئ. د سېټلايټ پته: [EUTELSAT 70B (70.5° E), channel 103] دا خپرونه په ویپ پاڼه، يوټيوب او فیس بک هم نیغ په نیغه کتلی شئ. VOADEEWA@

XS
SM
MD
LG