لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي په پوځ کې د ګمارنې عمر له ۲۷ څخه ۲۵ کلنۍ ته کم کړی


واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د نهې یا سې شنبې په ورځ هغه قانوني مسوده لاسلیک کړې د کومې له مخې چې په پوځ کې د ګمارنې عمر له ۲۷ څخه ۲۵ ته کم شوی.

له دغه قانون سره به اوس د اوکراین پوځ کولای شي په جګړه کې د ملکیانو شمېر زیات کړي او دا هغه څه و چې پوځ یې د میاشتو راهیسې غوښتنه کوله.

دغه قانون په داسې وخت کې لاسلیک شوی چې دغه هېواد د روس د یرغل راهیسې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې خپل زیات پوځیان له لاسه ورکړي.

زېلینسکي دغه قانون د اوکراین په پارلمان کې له تصویب کېدو یو کال وروسته لاسلیک کړی.

د جګړې له دوام سره نه یواځې اوکراین د سرتېرو له کموالي سره مخ شوی بلکه د وسلو او ګولیو له کموالي هم سر ټکوي.

دا کموالی وروسته له هاغې نور هم زیات شوی چې د اروپا او اروپايي‌ اتحادیې لخوا د وسلو د ورکړې په برخه کې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې ځنډ کړی.

په داسې حال کې چې اوکراین مرستو ته په تمه دی، روس د جګړې په ډګر باندې خپلې بریاوې زیاتې کړي.

خو روسي چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین ډرونونو د روس په تاتارستان کې په دوو صنعتي کارخانو باندې بریدونه کړي چې ځینې کسان پکې ژوبل شوي هم دي.

دا به د اوکراین لخوا د روس په خاوره کې ډېر دننه برید وي.

د تاتارستان رهبر روستم مینې خانوف وویل، چې دغه بریدونه د اوکراین او روس له پولې څخه ۱۲۰۰ کیلومټره دننه په روس کې شوي.

اوکراین دمګړۍ د برید پړه نه ده منلې خو اوکراین تل په داسې بریدونو باندې تبصره نه کوي.

سمیزو چارواکو ویلي، چې لږ تر لږه شپږ کسان په دغو بریدونو کې ژوبل شوي دي.

په ورته وخت کې د اوکراین پوځ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې هوايي دفاعي سیستمونو یې د روس لخوا له لسو څخه نهه توغول شوي ډرونونه غورځولي دي.

اخوا د روس د دفاع وزارت هم د تورې بحیري په سر باندې د شپږو اوکرایني ډرونونو د وېشتلو خبر ورکړی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG