لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم شهباز شریف د بشام ځانمرګي برید کې د غفلت پسر د پښتونخوا د پینځوؤ پولیس افسرانو په ضد د اقدام امر کړی


Security personnel inspect the site of a suicide attack near Besham city in the Shangla district of Khyber Pakhtunkhwa province on March 26, 2024.
Security personnel inspect the site of a suicide attack near Besham city in the Shangla district of Khyber Pakhtunkhwa province on March 26, 2024.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ ویلي د وزیراعظم شهباز شریف په حکم به بشام کې په چینایي وګړو شوي ځانمرګي برید کې د غفلت پسر د پینځوؤ لوړ پوړو پولیس افسرانو خلاف اقدام کیږي اؤ دغه پولیس چارواکي به نورو ته یو مثال جوړولی شي.

خو څېړونکي وایي،د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل رپورټ کې ویلي چې د بشام برید کې کارول شوی د بارودو ډک ګاډی د چمن له لارې بشام ته رارسولی شوی نو بیا پکار ده چې پلټنې ددې خبرې وشي چې دا ګاډی د چمن نه بشام پورې په دومره امنیتي چیک پوسټونو څنګه راتېر شوی؟

د خالي په ورځ لاهور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې د اطلاعاتو وزیر ویلي چې د وزیراعظم په وینا جوړې کمیټې دا خبره په ګوته کړې ده چې یو ریجنل پولیس افسرؤدرې ضلعي افسران اؤ یو د داسو پروژې د امنیت ډایریکټر د خپلو فرایضو په ترسره کولو کې پاتې راغلي اؤ له غفلت نه یې کار اخستی دی.

عطا تارړ وویل وزیراعظم شهباز شریف امر کړی چې د یادو افسرانو پر ضد دې سمدستي اقدام وکړل شي خو هغه نه ده واضحه کړې چې دغو پولیس افسرانو ته به څه سزاګانې ورکول کیږي.

نوموړي ویلي د چیني وګړو د امنیت څارنه به وزیراعظم شهباز شریف پخپله کوي اؤ کوم چارواکي چې د غفلت ذمه وار ګرځول شوي دي هغه به نورو لپاره مثال یا عبرت جوړولی شي.

په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي انجنیرانو په یوه قافله ځانمرګي برید شوی ؤ چې پینځه انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي دي.

له دغه برید وروسته چین په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي اؤ ترڅو ورځو چینایي کمپنیو پاکستان کې په جوړیدونکو ډیمونو خپل کارونه هم ودرولي وؤ.

اوړمه ورځ د اوچتې پائ د یوې غونډې په مهال وزیراعظم شهباز شریف پرېکړه کړې وه چې د چینایي وګړو د امنیت ارزونه به هره میاشت هغه پخپله کوي.

د اطلاعاتو وزیر وویل د امنیتي چارواکو په ضد سم له واره اقدام کول ددې خبرې ثبوت دی چې د چینایي وګړو د امنیت په معامله به راتلونکي کې هیڅ رقم غفلت ونه زغمل شي.

وي او ای ډیوه د وزیراعظم په دې اقدام د غفلت مرتکب ګرځول شوي یو لوړ پوړي پولیس سره د هغه د نظر معلومولو لپاره د واټسف له لارې تماس ونیولو خو هغه په دې اړه د څه رقم تبصرې کولو نه انکار وکړو.

دغه لوړ پوړي پولیس افسر چې نه یې غوښتل نوم یې مخې ته راشي ډیوه ته یوازې دومره وویل "په داسې پېښو کې اکثر څوک خو قرباني کیږي"

څېړونکی اؤ د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وي او ای ډیوه ته وایي دا به د بشپړه پلټنو نه ثابتیږي چې دې پېښه کې د غفلت اصل ذمه وار څوک دي ؟

هغه وایي د وزیراعظم لخوا د سیمې د پولیس افسرانو خلاف اقدام پخپل ځای خو ددې پېښې د پلټنو لپاره د چین خپله یوه ځانګړې د پلټنو ډله هم پاکستان ته راغلې ده اؤ هغوي به له خپله انده هم پلټنې کوي اؤ خپل حکومت ته به رپورټ ورکوي چې پاکستان کې د چینایي وګړو امنیت کې کومې کمۍ یا کوتاهۍ شوي یا کیږي.

ناصر داوړ وایي یوه مهمه پوښتنه دا هم راولاړیږي چې چې د ددې پېښې په اړه د سي ټي ډي لخوا تیار کړل شوي رپورټ کې ویل شوي چې حمله کې استعمال شوی د بارودو ډک ګاډ د چمن له لارې بشام ته رارسول شوی ؤ نو پوښتنه دا ده چې څنګه دا ګاډی په دومره چیک پوسټونو راتیر شو اؤ نه امنیتي ځواکونو ولیدو اؤ نه پرې استخباراتي شبکې خبر شوې؟

نوموړی زیاتوي پاکستان کې په چینایي وګړو سیوا شوؤ بریدونو نور د پاکستان اؤ چین دواړو لپاره اندېښنې پیدا کړي دي اؤ د پاکستان لخوا چین ته بیا بیا د هغوي د وګړو د تحفظ په اړه ډاډ ورکول کیږي خو وایي په چیني وګړو د بریدونو لړۍ د تم کېدو نوم نه اخلي .

ناصر داوړ وایي په چینایي وګړو کیدونکي ترهګریز بریدونه یو خو د سي پیک پروژې لپاره په زیان تمامیږي اؤ بل د پاکستان دننه د چین په شمول د نورو هیوادونو د سرمایه کارۍ مخه نیسي چې پاکستان یې دې وخت کې د زغملو توان نه لري.

پاکستان کې په چینایانو د بریدونو تاریخ

په پاکستان کې خوا وشا د 62 اربو ډالرو سرمایه کاريکونکي هېواد چین په وګړو د کال 2018 راهسې نزدې هر کال حملې کیږي: تفصیل یې داسې دی

په 26م مارچ 2024 بشام حمله کې پینځه چینایان ووژل شول.

په 13م اگست کال 2023 په ګوادر کې په چينايي انجينيرانو برید شوی و خو چارواکو ویلي وو په بريد کې مرگ ژوبله نه وه ‏اوښتې.

په 26م اپرېل ‏‎2022‎م کال د کراچۍ پوهنتون کنفوشيس انسټيټيوټ کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې په استادانو ځانمرګي برید کې درې استادان وژل شوي وو.

په 21م اپريل 2021م د کوټې په عالیشانه هوټل ځانمرګي بريد کې پينځه تنه وژل شوي وو دغه وخت چينايي سفیر هم په ښار کې موجود وو.

په 14مه جولاي 2021 د داسو په سیمه کې د چینايي انجینیرانو په لارۍ حمله کې نهه کسان وژل شوي وو.

په جون کال 2020 د کراچۍ په سټاک اېکسچېنج حمله کې درې امنیتي افسران او څلور بریدګر وژل شوي وو د مطبوعاتو تر مخه د ونډو په دغه بازار کې چینايي کمپنۍ 40 فیصده برخه لري.

په 11 می 2019 یوې بېلتون غوښتونکې ډلې په ګوادر کې په یو هوټل چې چینایان پکې اوسیدل برید وکړو خو چینایانو ته مرګ ژوبله نه وه شوې.

په نومبر 2018م کراچۍ ښار کې د چین په کونسلګرۍ برید کې څلور کسان وژل شوی وو.

په اګست یولسم 2018 د سویل لویدیځ بلوچستان په دالبندین کې په یو ځانمرګي برید کې درې چینايان ټپیان شوي وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG