لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د دوو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې


File photo
File photo

د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا ناارامه شمالي وزيرستان کې یې دوه ترهګر وژلي دي.‏

پوځ د اتوار/ يکشنبې په ورځ ناوخته ويلي، "د شپږم او اووم اپرېل په مينځنۍ شپه کې په شمالي وزيرستان کې د پوځ او ترهګرو ترمنځ د ډزو تبادله شوې، ‏او په نښته کې دوه ترهګر وژل شوي دي".‏
پوځ ويلي، د وژل شوو ترهګرو د ولقې نه وسله ترلاسه شوې ده خو پوځ د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو نه ده څرګنده کړې.‏

د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏
په شپږم اپرېل هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د استخباراتو په اساس عملياتو کې د دوو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې وه.‏

پوځ په پينځم اپرېل (جمعې په ورځ) ويلي وو، په ډېره اسماعيل خان کې یې د "ترهګرو" د موجودګۍ په اطلاع عمليات کړي او اته "ترهګر" يې وژلي وو. ‏
پوځ دعوه کړې وه، وژل شوي ترهګر په امنيتي ځواکونو ترهګرو بريدونو او ملکي وګړو په وژنه کې ککړ وو.‏

د جمعې په ماسخوتن د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې د پوليسو يو افسر ډي اېس پي ګل محمد خان او دوه نور پوليس وژل شوي وو.‏
هم د جمعې په ماسخوتن په بنو کې نامعلومه وسله والو د سلامت خان په نوم پوليس په ډزو وژلی وو.‏
له دغې وړاندې د شمالي وزيرستان په ميرانشا او ميرعلي سيمو کې په دوه هدفي پېښو کې د يو مذهبي سياسي ګوند ځايي مشر او د پوليسو يو افسر ‏وژل شوي وو.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) د روانې ‏میاشتې اپرېل په لومړۍ نېټه د مارچ په مياشت کې په ملک کې د ترسره شوو وسله والو بریدونو په اړه خپور کړي رپورټ کې ويلي وو، د فرورۍ په مقابله ‏کې د مارچ په مياشت کې وسله وال کم شوي خو د ناامنۍ غټې پېښې شوې وې.‏

په ياد رپورټ کې ویل شوي وو، د مارچ په مياشت کې په ملک کې ټول ‏‎56‎‏ وسله وال بريدونه شوي ‏‎77‎‏ کسان پکې وژل شوي او ‏‎67‎‏ نور ژوبل شوي وو.‏
د رپورټ ترمخه د فرورۍ په مقابله کې د مارچ په میاشت کې د بريدونو شرحه ‏‎42‎‏ فيصده او د وژنو شرحه ‏‎11‎‏ فيصده کمه شوې وه.‏

خو په رپورټ کې ويل شوي وو، د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې ‏په پورټ کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي وو، تېره میاشت په ملک کې ترسره شوو وسله والو بريدونو کې ‏‎27‎‏ پېښې يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوې، ‏‎31‎‏ ‏کسان پکې وژل شوي او ‏‎31‎‏ پکې نور ژوبل شوي وو.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG