لاس رسیدونکی لینک

 
چمن: د وسله والو په برید کې یو امنیتي عسکر وژل شوی، بل ژوبل
تازه خبر

چمن: د وسله والو په برید کې یو امنیتي عسکر وژل شوی، بل ژوبل


د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې د وسله والو په یو برید کې یو امنیتي عسکر وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

دا په بلوچستان کې د څو ساعتو دننه دویمه د ترهګرۍ پېښه ده چې امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون د ګل/دوشنبې په ماسخوتن د بلوچستان په کچلاک سیمه کې د یو جومات دننه هم چاودنه شوې وه چې د امینتي چارواکو له مخې په دغه چاودنه کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ شپږ‎ تنه نور ټپیان دي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د چمن په کلي‌ فیضو کې په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله په امنیتي عسکرو برید کې چې د عبدالرحمان مروت په نوم په کې یو عسکر وژل شوی اؤ د عبدالناصر په نوم بل عسکر ژوبل شوی دی.

د پېښې نه وروسته د لیوي عسکر سیمې ته رسیدلي اؤ د برید کوونکو لټون یې پیل کړی دی.

په سمدستي توګه ددې پېښو ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو زیاتره بریدونو پړه بلوڅ بیلتون خوښې وسله والې ډلې یا هم تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

څېړونکي وايي، په پاکستان کې د تېرو دوو کالو راهسې پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو باندې وسلوال بریدونه زیات شوي او مخالف وسلوال جدیده وسله کاروي.

دوی وايي، که څه هم د ترهګرو پرضد پوځي عملیات پيل شوي خو د هغوی تنظیمي جوړښت او مشران په ځای پاتې دي.

څېړونکي اؤ خبریال رفعت الله اورکزي د ډیوه خبریال فرید شینواري ته ویلي "پاکستان يو مضبوط رياست دی او په دې کې زمونږ امنيتي ادارې ناکامه شوي چې تر اوسه يې د استخباراتي مالوماتو په اساس دا مالومه نه کړه چې دلته څومره ترهګرې ډلې دي او ځايونه يې چرته دي."

همدا شان د پښتونخوا د پوليسو پخوانی مشر سيد اخترعلي شاه ویلي، داسې ښکاري چې د ترهګرو مشران په خوني ځای کې دي او دلته یې ځالې او خوندي ځایونه هم شته.

د اختر علي شاه په وینا دا وخت پاکستان کې درې قسمه ډلې په ترهګرۍ کې ککړې دي چې يوه تحريک طالبان پاکستان ، بله داعش خراسان او دريمه په بلوچستان کې بلوچ لېبرېشن ارمي ده.

هغه وایي د ترهګرو دا تنظيمونه په خپل ځائ ولاړي دي او مشران يې هم شته نو د هغوي چې کوم د وړلو راوړلو يا سپلايي چېن دئ هغه هم هغه شان دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG