لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او ټرمپ د خارجي پالیسۍ په اهمو مسئلو نظریاتي اختلافات لري


د امریکا صدر جو بایډن چې د ۲۰۲۴ کال صدارتي انتخاباتو کې د ډېموکرېټانو نامزد دی، او پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ چې د رېپبلېکن ګوند نامزدګي یې ګټلې ښکاري، په اهمو خارجي او داخلي مسئلو باندې ډېر مختلف نظریات لري.

دلته یې تاسو ته په لنډیز سره وایو چې په بهرنۍ پالیسي کې د دوی لوی اختلافات څه دي:

روس-اوکراین

بایډن اوکراین ته د پوځي او انساني امداد د لېږلو طرفداري کوي چې هغه ملک وکړی شي د روس مقابله وکړي. بایډن خبرداری ورکوي چې مغربي ملکونه دا اجازت نشي ورکولی چې صدر ولاډیمیر پوټین دې په اوکراین کې کامیابي حاصله کړي. تر اوسه پورې، د بایډن انتظامیې په روسي وګړو او ادارو پابندۍ لګولي او د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې راهېسي چې روس په اوکراین یرغل کړی، واشنګټن د اوکراین سره د پنځه اویا (۷۵) بلین ډالرو مرسته کړې ده.

بایډن د ۲۰۲۴ کال د مارچ په اوومه نېټه وویل، "د روس پوټین په یرغل دی، په اوکراین یې حمله او بیا په ټول یورپ او له هغه ورهاخوا افراتفري خورول. که په دې کېمره کې موجود یو تن هم په دې خیال دی چې پوټین به په اوکراین بسنه وکړي، تاسو ته یقین درکوم چې هغه به داسې ونکړي. خو که مونږ د اوکراین سره اودرېږو او د دفاع دپاره یې ضروري وسلې ورکړو، اوکراین کولی شي د پوټین مخه ډب کړي. اوکراین صرف همدا غوښتنه لري. هغوی امریکایي عسکر نه غواړي."

ټرمپ ویلي چې نېټو ملکونه اوکراین ته مرستو کې خپله برخه نه ادا کوي، او هغه دا دعوه کړې چې امریکا د نورو په نسبت ډېر امداد لېږلی. ټرمپ په فبروري میاشت کې یوې غونډې ته قصه کوله چې هغه د نېټو یو غړي ته ویلي و هغه به روس تشویق کړي چې د نېټو هر هغه غړي باندې چې په دفاعي چارو کې د نېټو د تګلارې مطابق اخراجات نه کوي، په هغو دې "هره بلا چې غواړي هغه دې راولي."

ټرمپ په ۲۰۲۳ کال کې نیوهمشاېر ریاست کې وویل: "د صدارت د عهدې له ګټلو سمدستي وروستو به زه د روس او اوکراین ترمنځ کرغېړنه جګړه ختمه کړم."

په ټرمپ باندې پخوا د خپل صدارت پر مهال، ډېر داسې تورونه لګېدل چې هغه د روس سره سازش لري، او بیا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۸مه د امریکا د اېوان نمایندګان لخوا په دې تورونو مواخذه شو چې ګني د اوکراین سره د امریکا د مرستې په بدل کې یې د خپل ممکنه سیاسي رقیب جو بایډن په خلاف نقصان رسوونکي معلومات ترلاسه کول. ټرمپ د دې تورونو نه انکار وکړو او وروستو بیا د امریکا سنېټ هغه بري وبللو.

چین

بایډن د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۷مه نېټه وویل: "مونږ په دنیا کې بهترینه اقتصاد لرو. او له هغه وخته چې زه صدر شوی یم، زمونږ جي ډي پي لوړه ده، د چین سره مو تجارتي خساره په لسو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده، او مونږ د چین غیرمنصفانه اقتصادي تګلارو په وړاندې اودرېدلي یو. مونږ د ټایوان په آبنا کې د امن او استحکام دپاره ولاړ یو. ما په پسېفیک کې زمونږ شراکتداري او اتحاد بیا پیاوړی کړی دی. د هند، اسټرېلیا، جاپان، جنوبي کوریا او پسېفیک آیلېنډ سره. ما دا باوري کړه چې د امریکې تر ټولو ترقي یافته ټېکنالوجۍ په چین کې استعمال نه کړی شي، او نه پرېږدم چې دا هلته سودا شي. سپینه یې ووایم، د چین سره دغه ټولې سختې خبرې [چې ما کړې دي]، دا یوه یې هم زما نه مخکې صدر هېڅکله ونه کړې. زه د چین سره ځغل غواړم، شخړه نه غواړم."

ټرمپ د خپل صدارت پر مهال، د چین د کمونست ګوند خطر، د اوسني کهول دپاره په خارجي سیاست کې تر ټولو غټ چلېنج وبللو. هغه وویل چې چین د کرونا عالمي وبا ذمه وار دی، او چین یې په دې وغندلو چې په هانګ کانګ کې یې د "یو ملک، دوه ریاسته" پالیسي ختمه کړله. ټرمپ د ۲۰۲۰ کال په مئې میاشت کې یو تقریر کې وویل: "امریکا د چین سره یو پرانېستی او ګټور تعلق غواړي، مګر د دې تعلق د حاصلولو دپاره مونږ ته په کار ده چې د خپلو قامي مفاداتو سخته دفاع وکړو."

ټرمپ د خپل انتخابي مهم په وېبسایټ ویلي: "د خپل ملک د تحفظ دپاره، مونږ ته په کار ده چې په امریکا کې د چین لخوا د هرقسمه اهمې بنیادي اډانې په ملکیت باندې نوې جارحانه پابندۍ ولګوو، په شمول د انرجۍ، ټېکنالوجۍ، ټیليکام، کرونده ګري، قدرتي وسایلو، طبي وسایلو، او نورو هغو اثاثو باندې چې قامي سټراټیجېک حیثیت ولري."

اسرایل – فلسطین

بایډن وایي اسرایل سره دا حق شته چې حماس وچقوي، خو خبرداری یې ورکړی چې اسرایل دې عام فلسطینیان نه وژني. په مارچ میاشت کې، بایډن جنګ ځپلو عامو فلسطینیانو ته د انساني مرستو د رسولو په خاطر د غزې ساحل ته نږدې د عرضي بندر جوړولو اعلان وکړ.

بایډن د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۹مه په نیویارک کې وویل، "زه به هېڅکله اسرایل یوازې پرېنږدم. د اسرایل دفاع اوس هم ډېره اهمه ده، نو داسې هېڅ سره کرښه نشته چې زه ټوله وسلې ورباندې بندې کړم او هغوی د ځان د دفاع دپاره آېرن ډوم (د میزائیلو دفاعي نظام) ونلري. داسې څه نشته، ...خو دا سرې کرښې شته چې که هغوی ماتې کړلې او دوام یې ورکړ...تاسو نشئ کولی چې دېرش زره نور فلسطینیان ووژنئ په دې خاطر چې جنګ ته دوام ورکړئ، دې دپاره نورې لارې شته چې د حماس په لاس پیدا شوی درد ورسره علاج شي."

ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د منځني ختیځ د امن پلان اعلان کړ، او هغه پلان کې ویل شوي و چې داسې دوه ریاستونه دې جوړ شي چې هغه کې به اسرایل په یو متحد بیت المقدس اختیار ولري او په لویديځه غاړه کې به د یهودیانو آبادۍ هم حفظ کړی شي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۵مه د اسرایل هیوم اخبار سره مرکه کې، د غزې د جنګ په حوالې سره وویل: "هغه څه چې ما د اکټوبر په ۷مه ولیدل، تر ټولو غمجن شیان و چې ما لیدلي دي....تاسو ته په کار ده چې خپله جګړه پای ته ورسوئ. خلاصه یې کړئ. تاسو یې باید آخر ته ورسوئ. او زه یقین لرم چې تاسو دا کوئ او مونږ باید امن ته ورسېږو. مونږ نشو کولی چې وګورو همدا حال جاري وي. او زه به ووایم، اسرایل ته په کار ده چې ډېر احتیاط وکړئ، ځکه تاسو ډېره نړۍ د لاسه ورکوئ، تاسو ډېر زیات حمایت بایلئ، تاسو باید ژر دا جنګ آخر ته ورسوئ، دا کار نور خلاص کړئ او په کار ده چې امن حاصل کړئ، او د اسرایل دپاره یو عادي ژوند جوړ کړئ."

ایران

بایډن د دوه کالو نه زیات وخت په دې ولګولو چې د ایران او د نړېوالو طاقتونو ترمنځ جوهري لوظنامه بېرته پرځای کړي، کوم چې د اوباما د صدارت پر مهال لاسلیک شوې وه خو وروستو یې اعلان وکړ چې هغه لوظنامه نوره مړه ده. تېر کال د صدر بایډن انتظامیې د ایران سره داسې معامله وکړه چې پنځه امریکایي یرغمل شوي تنان له ایرانه خوشې شول، او په بدل کې یې په بلینونو ډالر د ایران اثاثې چې منجمدې شوې وې، آزادې شوې.

بایډن یوه میاشت وړاندې وویل: "په منځني ختیځ کې استحکام راوستل، د ایران له اړخه د وړاندې شوې خطرې د مخنیوي په معنا هم ده. همدا وجه ده چې ما د بین الاقوامي کښتیو د دفاع او په بحیره احمر کې د آزاد تګ راتګ کولو دپاره د څه باندې لسو ملکونو یو اتحاد جوړ کړ."

د ټرمپ په هغو کامیابیو کې چې ورباندې ډېر نازېږي، یو یې د ایران د جوهري لوظنامې نه د امریکا وتل دي. هغه د ایران د سپاه قدس د کمانډر قاسم سلېماني د وژلو دپاره، د حملې حکم هم کړی و، او ټرمپ پخپله دا کار "د خپل صدارت تر ټولو بهادره عمل" بلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG