واشنګټن – پولیسو وايي، د امریکا په فیلېيډلفیا ایالت کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د واړه اختر د لمانځلو په مناسبت په یوې جوړې شوې غونډه کې ډزې شوي، لږ تر لږه درې کسان پکې ژوبل شوي دي.
د فیلیډلفیا د پولیسو کمېشنر کېون بېتل په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې پېښه په سیمیز وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو شوې او پولیسو د پېښې په ځای کې د ټوپک کابو ۳۰ ډزې اورېدلې دي.
هغه وايي، په پېښه کې دوه ډله خلکو په یو او بل ډزې کولې او خلکو له دغه ځای څخه تېښته کړې.
بېتل وویل، چې پولیسو له پېښې سره په تړاو څلور سړي او یوه ښځه نیولي او د پېښې په ځای کې څلور وسلې هم موندل شوي.
پولیسو ویل یو مشکوک ۱۵ کلن هلک چې له ځانه سره یې ټوپک درلود د پولیسو لخوا په پخه او خېټه کې وېشتل شوی او یو بل تنکی ځوان په لاس باندې ټپي شوی.
پولیس وايي، چې هېڅوک هم وژل شوي نه دي.
دمګړۍ معلومه نه ده چې ډزې د څه شي له امله شوي.
د زانیا وېدرفورډ په نامه یوه ښځه چې د تېرو شپږو کالو راهیسې دغه جشن ته راځي وايي، چې هغه په پارک کې وه او مراسم یې لمانځل او "د یوې دقیقې" لپاره خپل موټر ته ولاړه چې شل دېرش ډزه یې واورېدل او خلک یې لیدل چې له پارک څخه منډې وهي.
هغه وايي، چې په خپل موټر کې پاتې شوه، و وېرېده او نه پوهېده چې څه وکړي او بیا یې هغو خپلوانو ته ټیلیفون وکړ چې په همدې جشن کې وه چې پوه شي چې هغوی خوندي دي.
ویدرفورډ وايي، "تېر کال یو چا د لوبې لپاره اور واچوه او ټول یې ووېرول."
خو هغه وايي، دا یواځې د درې لپاره مراسم دي چې خدای زمونږ ګناهونه وبخښي.
Forum