پس د هغه چې اسرایل په دمشق کې د ایران قونصلګري په بمبارۍ تباه کړه او د دوه جنرالانو په شمول د سپاه پاسداران اووه افسران یې په کې ووژل، اسرایل او ایران اوس یو بل ته دړکې ورکوي.
د ایران مشر آیت الله علي خامنه اي د شورو/چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اپرېل میاشتې د وړومبۍ نېټې د هغې حملې په خاطر، "په کار ده اسرایل ته سزا ورکړی شي او سزا به ورکړی شي." تر دې وړاندې د خامنه اي یو سلاکار ویلي و چې د اسرایل سفارت خانې "نوري محفوظ ندي."
د اسرایل خارجه وزیر، اسرائیل کاتز سمدستي په اېکس پلېټفارم غبرګون وښود او ویې ویل، "که ایران د خپلې خاورې حمله وکړه، اسرایل به ځواب ورکړي او په ایران به حمله وکړي."
ایران په منځني ختيځ کې د جنګ د ممکنه خورېدو په مسئله کې، یو څه ذمه واري په ملګرو ملتونو اچولې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایران مېشن په اېکس پلېټفارم (پخواني ټوېټر) باندې یو بیان کې ویلي: "که چېرته د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل په دمشق کې زمونږ په سفارتکاري ودانۍ باندې د صهیونېستي رژیم قابل مذمت جارحانه عمل غندلی و او په نتیجه کې یې (د هغې حملې) مجرمین عدالت ته راکش کړي و، نو بیا د ایران دپاره دا ضرورت ممکن لېرې شوی و چې دغه سرکشه رژیم ته سزا ورکړي."
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نيتنیاهو د خپل ملک د یوې فضایي اډې د لیدو په وخت یادونه وکړه چې اسرایل په څو څو محاذونو کې "د چلېنج ډکو اوقاتو" سره مخ دی.
نېتنیاهو پخپلو خبرو کې چې د هغه دفتر خپرې کړې دي، وویل: "مونږ په غزه کې د جګړې منځ کې ښکېل یو، کوم چې په مکمل قوت سره جاري دی...، خو مونږ د نورو علاقو نه هم د چلېنجونو سېناریو ګانو ته آمادګي نیسو.
روس په ایران او اسرایل دواړو باندې غږ کړی چې د زغم او صبر دې کار واخلي. تر دې وړاندې، روس خپلو شهریانو ته خبرداری ورکړ چې اسرایل، لبنان، او د فلسطیني ادارې لاندې سیمو ته دې سفرونه نه کوي.
د جرمني لوفټانزا ائیرلاین وویل چې ایران ته یې د خپلو پروازونو ځنډېدل، د خالي/شنبې ورځې پورې وغځول. د هغه نه پس، د جرمني خارجه وزیرې انالېنا بېئرباک هم د اسرایل او ایران نه وغوښتل چې "اعظمي حد تحمل" دې وکړي.
په داسې حال کې چې د ایران انتقامي دړکې په زیاتېدو شوې، اسرایل خپل فضایي دفاع پیاوړې کړې او د خپلو جنګي ډلو عسکرو ته باندې یې رخصتۍ هم بندې کړې. امریکا خبرداری ورکړی چې د ایران او یا اتحادي ډلو له اړخه یې په اسرایل باندې حمله به، په داسې حال کې چې د منځني ختیځ کشیدګۍ د غزې د جګړې په حوالې سره ډېرې شوې هم دي، دا به خطره لا زیاته کړي.
د امریکا صدر جو بایډن د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې ایران "په اسرایل باندې د یوې غټې حملې ګواښ کوي"، او وعده یې وکړه چې که څه هم واشنګټن د غزې د جګړې د طریقې په سر د اسرایل سره اختلافات پیدا کړي، مګر که چېرته ایران په اسرایل حمله وکړي، نو امریکا به په کلکه د اسرایل دفاع وکړي.
غزه کې روان جنګ پس د هغه پیل شو چې د تېر اکټوبر په اوومه نېټه حماس ډلې په ناڅاپي توګه په اسرایل حمله وکړه، ۱۲۰۰ تنان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنان یې ځان سره یرغمل یووړل.
د اسرایل په جوابي حملې کې تر اوسه د ۳۳۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي. دا شمېرې غزه کې د صحت محکمې ورکړي چې د حماس ډلې په اختیار کې ده. د اسرایل پوځ دعوه لري چې په دې کې په زرهاوو د حماس ډلې تندلاري یې وژلي دي.
Forum