لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په شام کې جنګېدونکې ایران پلوه ډلې باندې پابندي ولګوله


پاکستان د یوې ایران پلوه تندلاره شیعه ډلې په فعالیتونو پابندي لګولې کومه چې ویل کیږي په پاکستان کې ځوانان برتي کوي او بیا یې د صدر بشارالاسد د رژیم په ملاتړ د جنګ دپاره شام ته لېږي.

د پاکستان د داخله وزارت په یو حکم کې چې وي او اې د زیارت/پنجشنبې په ورځ هغه لیدلی، د غه تندلاره ډله یې لشکر زېنبیون ښودلې او ویلي یې دي چې دغه ډله "په خاصو فعالیتونو کې ښکېله ده کوم چې [د پاکستان] امن او سولې دپاره نقصان رسوونکي دي." په حکمنامه کې نور تفصیل ندی ورکړی شوی.

د پاکستان د داخله وزارت یو چارواکي چې د نوم د نه څرګندېدو په شرط یې وي او اې سره خبرې کولې ځکه په ښکاره یې د مېډیا سره یې د خبرو اختیار نه درلود، د مارچ د ۲۹مې نېټې جاري شوې حکمنامې او د حکومت له اړخه په ۷۹ کالعدمو تنظیمونو لست کې د زېنبیون لوا د شاملولو تصدیق وکړو.

امریکا په کال ۲۰۱۹ کې لشکر زېنبیون د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل اعلان کړی او وایي چې په دې ډله کې د پاکستان شهریان شامل دي او د ایران سپاه پاسداران انقلاب ته "جنګي حمایت" مهیا کوي.

داسې ویل کیږي چې زېنبیون ډله په پاکستان کې او همدا راز په ایران کې د پاکستاني کډوالو په منځ کې جنګیالي برتي کوي، او بیا د ایران سپاه پاسداران هغو ته د شام په خانه جنګۍ کې د عملیاتو ترسره کولو تربیت ورکوي. د شام خانه جنګي په ۲۰۱۱ کال کې شورو شوې ده.

د روان کال په جنوري میاشت کې د پاکستان په سند صوبه کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) رپوټ ورکړ چې لشکر زېنبیون یو شکمن غړی یې نیولی دی. سند کې سي ټي ډي زیاته کړه چې دغه نیول شوی تن په یو مشهوره دیني عالم، مفتي تقي عثماني باندې د قاتلانه حملې په کوشش کې کردار لرلو.

په مفتي محمد تقي عثماني باندې د ۲۰۱۹ کال هغې حملې کې د عثماني دوه محافظان ووژل شول او یو بل دیني عالم زخمي شو، مګر مفتي تقي عثماني ته کوم نقصان ونه رسېدو.

د پاکستان چارواکي وايي، هغه پاکستاني شهریان چې په شام کې جنګ کولو ته تربیت شوي، بېرته چې واپس راځي نو خپل ملک کې دننه هم امنیتي خطرې جوړوي، ځکه د اکثریت سني او اقلیت شیعه ټولنې دواړو تندلارو ترمنځ مرګونې تاریخي دښمنۍ موجودې دي.

پاکستان کې فرقه اي تشدد کې د کلونو کلونو په لړ کې په زرهاوو کسان وژل شوي، خو په دې وروستو کې دا دښمنۍ کمې شوې دي.

اسلام آباد په داسې مهال ایران پلوه لشکر زېنبیون په کالعدمو تنظیمونو کې شاملوي چې د ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي کشیدګۍ هم پیدا شوي ځکه یو په بل باندې د ترهګرۍ تورونه لګوي.

د جنوري په اوایلو کې د ایران امنیتي قواوو د پاکستان دننه د میزائیلو او ډرون حملې وکړې او ویل یې چې د ایران ضد تندرلاري یې په نښه کول. پاکستاني قواوو انتقامي کاروایي وکړه او د ایران دننه یې هماغه شان حملې وکړې او دعوه یې وکړه چې هلته کې د فراري یاغیانو اډې په نښه کړې دي.

د دې ترڅنګ، د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان صدر آصف علي زرداري او د هغه ایراني هم منصب ابراهېم رئیسي ټلیفوني خبرې وکړې. د زرداري دفتر وویل چې دواړو مشرانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ، په امنیتي همکاریو خبرې وکړې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG