د جرمني هوايي کمپنۍ يا شرکت لفتهانزا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، په مينځني ختيځ کې د کړکېچن صورتحال له امله یې تهران ته د خپلو پروازونو ځنډ غځولی دی.
يوې ايراني خبري ادارې په ټولنيزه رسنۍ اېکس (پخواني ټویټر) د عربۍ ژبې يو رپورټ پوسټ کړی، په هغې کې ويل شوي وو تهران خپل ټول فضايي حدود د پوځي مشقونو دپاره بند کړي دي. وروسته دغه رپورټ لرې کړل شوی او د دغه ډول خبر خپرولو رد یې کړی وو.
په لومړي اپرېل چې د اسراييل جنګي الوتکو په شام کې د ایران په سفارتخانه شکمنه بمباري کړې، له هغې وروسته د ايران لخوا د ځوابي حملو ويل کيږي.
د ايران روحاني پېشوا ايت الله خامنه ای د وړوکي اختر په موقع وینا کې ويلي وو، په شام کې د ايراني جرنېلانو د وژلو د غچ اخستلو دپاره د اسرایل پرضد د حملې اراده لري او زياته کړې یې وه، اسرايل ته د دغې حملې سزا ورکول پکار دي او هم داسې به کیږي.
د شام په حمله کې د ايران د پاسداران انقلاب ځواک اووه غړي وژل شوي وو، په وژل شوو کې د ايران د ايليټ څانګې د قدس ځواک يو مشر کمانډر هم شامل وو.
د خامنه ای د وینا په غبرګون کې د اسرايل د بهرنيو چارو وزير اسرایل کاټنر ويلي وو که ايران د خپلې خاورې نه حمله وکړه، اسرايل به يې پرضد نېغه حمله کوي.
اسرایل چې د شپږو میاشتې راهسې د ايران پلوه وسله والې ډلې حماس پرضد په غزه کې جګړه کوي، په دمشق کې یې د حملې تصديق نه وو کړی.
لفتهانزا د زيارت په ورځ ویلي، د تهران دپاره د پروازونو ځنډ یې د 13م اپرېل پورې غځولی دی.
د لفتهانزا يو وياند ويلي، تېره اوونۍ يې د تهران دپاره د پروازونو ځنډولو پرېکړه کړې وه چې عمله یې په تهران کې د شپې تېرولو څخه بچ شي.
لفتهانزا او د دغه شرکت بله کمپني اسټرین ايير لاينز د تهران دپاره پرواز کوونکې يواځيني لويدیځ شرکتونه دي، چرته چې زياتره ټرکش او د منځني ختيځ هوايي شرکتونه خدمات ترسره کوي.
اسټرين ايير لاينز چې د لفتهانزا ملکيت دی، په اوونۍ کې د ویانا څخه تهران ته شپږ پروازونه کوي، ويلي يې دي د زیارت په ورځ د پرواز اراده لري خو د شپې څخه بچ کېدو دپاره وخت برابروي.
تهران ته پرواز کوونکو نورو نړیوالو هوايي شرکتونو لخوا سمدستي کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.
شمالي امریکې ته د اماراتو او قطر ايير وېز د پروازونو دپاره د ايران فضايي حدود هم يو مهم روټ يا لاره ده.
بلومبرګ خبري ادارې د شورو په ورځ د امریکې او اسرايل د امنيتي سرچینو له قوله خبر ورکړی وو، امریکا او اتحاديان یې فکر کوي، ايران په اسرايل کې په پوځي او حکومتي اهدافو د غټو ميزايلو يا ډرون د لارې زر حملې کولی شي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د بهرنيو چارو وزير یې انتني بلينکن د اسرايل د دفاع وزير يوو ګېلنت سره په ټيليفوني خبرو کې ويلي، د ايران لخوا اسرايل ته د کومې خطرې ضد به امریکا د اسرايل سره ولاړه وي.
د امریکې صدر جوبايډن هم د اسرايل سره د مرستو ژمنه کړې او ويلي یې دي، ايران د خپلې سفارتخانې د حملې په ځواب کې د اسرايل ضد حملې ګواښ کوي او د اسرايل سره د امریکې د مرستو کلکه ژمنه ده.
جوبايډن دغه خبره د جاپان د وزیراعظم فومو کشيدا سره په سپينه ماڼۍ کې يوه خبري غونډه کې کړې ده.
د منځني ختيځ دپاره د امریکې استازي بریټ ميکګرک د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، قطر او عراق د بهرنيو چارو وزيرانو سره په ټيليفون خبرې کړي او ورته یې ویلي، ايران ته دې پېغام ورسوي او ټينګار دې پرې وکړي چې کړکېچ راکم کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزات ویلي، دغو هيوادونو د ايران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان سره په ټيليفون خبرې کړي دي.
(د دې خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي)
Forum