لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ مشرانو په اسرایلو باندې د ایران له برید وروسته د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه کړې


واشنګټن – د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، حکومت به یې د اسرایلو او ایران ترمنځ د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي په برخه کې ټول هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي.

هغه دغه خبرې په اسرایلو باندې د ایران د ډرون او میزایلو له برید وروسته کړي.

مکرون له فرانسوي مطبوعاتو سره خبرو کې همدارنګه له اسرایلو وغوښتل چې د شخړې د زیاتېدو پر ځای دې د ایران یواځې کېدو باندې کار وکړي.

د جرمني چانسلر اولاف شالز هم د ګل په ورته په ورته پیغام کې ایران ته په اسرایلو باندې د نورو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی او له اسرایلو یې غوښتي چې د حالاتو په ښه کېدو کې دې رول ولوبوي.

اسرایلي چارواکو اعلان کړی چې تعلیمي فعالیتونه به د ګل ‌په ورځ پېلېږي او په لویو غونډو باندې به لګېدلی محدودیت په اکثرو ځایونو کې لېرې شي.

په ایران کې دولتي رسنیو ویلي، په اسرایلو باندې له برید وروسته د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې چارې بېرته نورمالې شوې.

ایران په اسرایلو باندې وروسته له هاغې په غبرګون کې برید وکړ چې اسرایلو د اپرېل په لومړۍ نېټه په سوریه کې د ایران په کونسلګرۍ باندې برید وکړ.

اسرایلو دغه برید نه تایید او نه هم رد کړی و چې ګنې دا دوی کړی وو په کوم کې چې د ایران ګڼ پوځي قومندانان وژل شوي وو.

اسرایلو ایران ته له خپلې خاورې څخه د هر ډول برید ترسره کولو په اړه ګواښ کړی و.‌

ایران ویلي، د دوی غبرګون یواځې د شنبې یا خالي د ورځې د پېښې سره تړاو لري او اسرایلو او امریکا ته یې ګواښ کړی چې که چېرې اسرایل په ایران برید وکړي نو دوی به لا ستر ځواب ورکړي.

ډپلوماټانو د ایران برید غندلی او کوښښ کوي چې د شخړې د لا زیاتېدو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن د یکشنبې یا اتوار په ورځ له خپلو سعودي، ترکي،‌ مصري او اردني سیالانو سره په ټیلیفون باندې خبرې کړي.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي سیون په اسرایلو باندې د ایران برید "په څرګنده توګه" غندلی دی.

دغو مشرانو په یو چاپ کړي بیان کې ویلي، "مونږ له اسرایلو سره بشپړه همدردي او ملاتړ څرګندوو او یو ځل بیا د دوی امنیت ته خپله ژمنتیا ښيو."

اسرایلو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل،‌ چې ایران پرې ۳۲۰ جنګي ډرونونه او میزایل توغولی خو د هغوی د هوايي دفاع سیستمونو له امریکا او نورو هېوادونو سره په مرسته ۹۹ فیصده یې ویشتي او غورځولي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له نتن یاهو سره د شنبې یا خالي په ورځ ناوخته خبرې وکړې.

امریکايي چارواکو ویلي، چې د بایډن د ملي امنیت ټیم به "په سیمه کې د حالاتو د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره له خپل شریکانو سره په ګډه خپل کار ته دوام ورکړي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG