لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران د فضایي حملې نه وروستو، اسرایل عزم کړی چې انتقام به اخلي


په تهران کې د اپرېل په ۱۵مه نېټه د اسرایل ضد مظاهره کې د اسرایل ضد نعره بازۍ وشوې
په تهران کې د اپرېل په ۱۵مه نېټه د اسرایل ضد مظاهره کې د اسرایل ضد نعره بازۍ وشوې

څو ورځې پس د هغه چې ایران او په منځني ختيځ کې ځینو اتحادي ډلو یې په اسرایل باندې د میزائیلو او ډرونونو غټه حمله وکړه، اسرایل د ایران په ضد انتقامي عمل کې پرعزمه ښکاري.

په څرګنده توګه د نړۍ د مشرانو د تقاضو نظراندازه کولو سره، د اسرایل پوځي مشرانو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې په کار ده تهران د هغې حملې بیعه پرې کړي کوم چې د خالي/شنبې په ورځ د څه باندې درې نیم سوه (۳۵۰) میزائیلو او ډرونونو په ذریعه وشوه او اکثره یې د ایران له خاورې داغل شوي و.

د اسرایل د پوځ مشر لېفټننټ جنرل هرتزي هلېفي وویل چې د ایران د حملې "جواب به ورکړی شي."

هغه چي د اسرایل په سوېل کې د نېواتیم فضایي اډې څخه خبرې کولې، زیاته کړه: "ایران به د خپلو اعمالو د نتایجو سره مخامخ شي."

د اسرایل پوځي چارواکو نور تفصیل ورنکړ چې جواب به یې څه قسمه وي، خو د اسرایل د دفاعي ځواکونو ترجمان امیرالبحر ډانیل هګاري وویل چې ایران ته به د دوی جواب، "زمونږ د خوښې په وخت کې" ورکړی شي.

اسرایل په داسې وخت کې په سختو ټکو د انتقام خبرې کوي چې تر ټولو ستر ملاتړی یې، یعنې امریکا هم د اسرایل نه په کلکه غوښتنه کړې چې تحمل دې وکړي. امریکا وایي چې د ایران د ګڼ شمېر ډرونونو او میزائیلو دغې حملې زیات نقصان رسولو کې ناکامه شوې ده، او دا پخپله اسرایل ته یوه غټه کامیابي ده.

د امریکا د دفاع وزارت/پنټاګان ترجمان، مېجر جنرل پټ رایډر وویل: "دا خبره ډېره د ویلو ده چې ایران د ۳۰۰ نه زیاتې فضایي خطرې وداغلې... او ۹۹ فیصدي یې راوغورځول شولې."

وایټ هاوس د ګل/دوشنبې په ورځ تر دې هم کلکې خبرې وکړې. په وایټ هاوس کې د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي وویل: "نن ورځ اسرایل د څو ورځې وړاندې په نسبت، په ډېر قوي سټراټیجیک موقف کې دی."

اسرایلو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غوښتنه کړې چې ایران ته دې پر اسرایلو د برید پر سر سزا ورکړل شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

کربي خبریالانو ته د هغو ملکونو یادونه وکړه چې د اسرایل امداد ته ورسېدل. برطانیې، فرانس، اردن، او سعودي عرب د امریکا او اسرایل سره لاس یو کړ او د ایران میزائیلونه او ډرونونه یې راوغورځول.

جان کربي زیاته کړه: "د ایران د میزائیلو پروګرام چې په اړه یې لافې وهل شوې وې او په هغه یې اسرایل او خطه ېرولې ده، ډېر زیات کم اثره ثابت شو. مګر بل اړخ ته د اسرایل دفاعي سیسټمونه، له هغه نه چې خلکو یې پخوا فکر کولو، ډېر بهتره ثابت شو."

د امریکا جګپوړو چارواکو ویلي چې په اسرایل باندې د ایران دغه برید کې چې په اول ځل د ایران له خاورې وشو، د ۱۱۰ نه زیات بالسټيک ميزائیلونه، ۳۰ کروز میزائیلونه، او د ۱۵۰ نه زیات خودکشه ډرونونه استعمال شول.

دوی وایي چې په عراق، شام، او یمن کې د ایران ګوډاګیو ډلو هم په دې حملې کې برخه اخېستې وه.

ایران، چې په اسرایل باندې یې د خالي/شنبې ورځې حمله یوه کامیابي بللې ده، وایي چې دا د اپرېل د اولې نېټې د حملې انتقام و. د اپرېل په اوله د شام په پایتخت دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ تباه کنه برید وشو او هغه کې د ایران د سپاه پاسداران اووه تنه افسران، په شمول د دوو جګپوړو کمانډرانو یې، ووژل شول. داسې شک کیږي چې ګني هغه حمله اسرایل کړې وه.

د ترکیې، اردن او عراق ځینو چارواکو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې ایران د وړاندې نه د حملې خبردارۍ شریکې کړې وې چې د زیاتو ځاني نقصاناتو مخه ونیولی شي او دښمني زیاته نشي.

خو د ایران د خارجه وزارت ترجمان دغه دعوې ردې کړې او د ګل/دوشنبې په ورځ یې په تهران کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "زمونږ او د کوم بل اړخ ترمنځ هېڅ داسې د وړاندې نه طی شده جوړجاړی نه و شوی."

امریکايي چارواکو هم دا رپوټونه په کلکه رد کړي چې د تهران له خوا په اسرایل حمله ګني سېمبولیکه یا نمایشي وه. امریکا وایي، ایران قصد درلود چې اسرایل ته ډېر نقصان ورواړوي، مګر سخت ناکام شو.

د امریکا صدر جو بایډن د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو ته ویلي دي چې که چېرته اسرایل وغواړي چې د ایران په ضد کومه انتقامي حمله وکړي، نو په دې دې پوهه شي چې امریکا به په دې کاروایي کې برخه وانخلي.

د دې باوجود، بایډن څو څو ځله دا عزم هم ښودلی چې امریکا به په کلکه د اسرایل دفاع ته ولاړ وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG