د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي، په اسرايل د ايران د حملې او په غزې، لبنان، يمن او عراق کې د وسله والو ډلو د مالي مرستو، په سيمه کې او بهر اقتصادي اغېزې کېدی شي.
د امریکا د خزانې وزیرې جېنټ یيلن ويلي، د امریکې د خزانې وزارت به د ايران د حکومت په بد نيتۍ، او بې ثباتۍ جوړولو د هلوځلو درلو دپاره، د بنديزونو دپاره د خپل واک کارولو په لړ کې د اتحاديانو سره په ګډه له کار کولو څخه ډډه ونه کړي.
یيلن د نړيوالې مالياتي ادارې او نړيوال بېنک د پسرلنیو ليدنو په مينځ کې په واشنګټن کې غونډې ته وينا کړې ده.
امریکا په ايران د دغه هيواد د پراکسيز (پټو جګړو) او نړيوال اقتصادي نظام څخه ځانته کولو دپاره د اوږدې مودې څخه بنديزونه کارونه کوي.
تهران په اسرايل تور لګوي په دمشق کې یې د ايران سفارتخانه په نخښه کړې، د خالي په ورځ حمله یې په دمشق کې د لومړي اپرېل د حملې بدله وه.
ايران په اسرايل د 300 نه زياتو ميزايلو او ډرون د لارې حمله کړې، د یادې حملې په اړه اسرايل ویلي، زياتره ميزايلې او ډرون یې غورځولي او کوم ځاني تاوان پکې نه وو شوی.
د ايران د خاورې نه په اسرايل نېغ په نېغه دا لومړۍ حمله وه. په نړیواله کچه غوښتنه کيږي، د شخړې د پراخولو څخه دې ډډه وشي.
بيلن دا هم ويلي، واشنګټن په لويديځه غاړه کې د اسرايلي ابادکارو لخوا د تشدد د مخنيوي دپاره بنديزونه کاروي.
یيلن په غزه کې د فلسطينيانو د تکليفونو ختمولو دپاره هم د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړې او زياته کړې یې ده په حماس اقتصادي فشار دې په غزه کې د بې کوره خلکو د مرستو په لاره کې خنډ ونه ګرځول شي څوک چې د قحط په څنډه ولاړ دي.
هغه ويلي، د ټولو فرض جوړيږي چې د دغو تکليفونو په ختمولو کې پوره هڅې وکړي.
ملګرو ملتونو ويلي، اسرايل غزه ته تلونکی امداد په غېر قانونه توګه ودرولی دی.
په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله کړې وه، د اسرايل ترمخه په دغه حمله کې 1200 کسان وژل شوي او د 250 پورې یې يرغمال کړي وو.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي، د اسرايل لخوا په حملو کې د 33,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي، زياتره یې ښځې او ماشومان دي.
(د دې خبر معلومات د اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)
Forum