لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر امریکایي چارواکو سره لېدنه کې ویلي پاکستان امریکې سره خپلې اړېکې لا پراخول غواړي


د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزيب د جنوبي او مرکزي ايشيا لپاره د امريکې د خارجه وزير مرستيال ډونلډ لو او د امريکې د خارجه وزارت مرستيالې اليزبت هورسټ سره لیدنه کړې چې په دې لیدنه کې امریکایي چارواکو د پاکستان او امريکې د تعلقاتو د لا پیاوړي کولو لپاره د واشنګټن عزم بيا تکرار کړی دی۔

دغه غونډه د چهارشنبې - شورو په ورځ د نړيوال بانک په مرکزي دفتر کې شوې ده چې پکې د پاکستان د خزانې وزیر امريکايي چارواکو ته د پاکستان د اصلاحاتو د ایجنډې په اړه معلومات ورکړي دي.

محمد اورنګزیب ویلي د ټیکسونه لمنه پراخول، د توانایۍ څانګه همواري اؤ نجکاري د پاکستان د حکومت اولیتونه دي.

ډاڼ ورځپاڼه کې د خپور شوي رپورټ له مخې لیدنه کې د متبادلې توانایۍ، زراعت، انفارمیشن ټینکنالوجۍ اؤبو، هوا اؤ د صعنتونو په اړه هم خبرې اترې شوې دي اؤ د پاکستان د خزانې وزیر د پاکستان اؤ امریکې د اقتصادي شراکت دارۍ په تازه کولو هم ټینګار کړی دی.

محمد اورنګزیب ویلي چې د پاکستان حکومت ملک کې د پاییداره اقتصادي ترقۍ اؤ نمو له لړ کې د اصلاحاتو پروګرام ته کلک عزم لري.

اخوا واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د اقتصادي پالیسۍ په اړه راجوړ شوي سیمینار ته وینا کې د خزانې وزیر ویلي چې سږکال پاکستان کې د زراعت څانګې غوره کارکردګي ښودلې،ګراني راکمه شوې اؤ د مبادلې کچه باثباته شوې ده.

هغه ویلي چې د پاکستان تجارتي خساره کې کمی مخې ته راځي اؤ د بهر نه ورته د پیسو استول زیات شوي اؤ هم یې اقتصاد کې د ښه والي نښې نښانې لیدل کیږي.

نوموړي ویلي چې پاکستان غواړي د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف سره یو بل پراخه پروګرام کې شامل شي.

د ايي اېم اېف ترجمان (نې) ای اېف پي ته وویل په موجود وخت کې د ايي اېم اېف توجو پاکستان سره د قرض موجوده پروګرام سرته په رسوولو ده.

تر دې دوه ورځې وړاندې د آي اېم اېف ترجمان (نې) ویلي وؤ د پاکستان نوي حکومت د قرض په نوي پروګرام کې خوښي ښکاره کړې ده او د ادارې عمله تیاره ده چې د نور قرض په پروګرام ابتدايي خبرې وکړي.

د واشنګټن د دورې په مهال د پاکستان د خزانې وزیر په هغو غونډو کې هم شرکت کوي چې د آي اېم اېف او د ورلډ بېنک په کوربتوب هرکال د سپرلي په موسم کې کېږي او د خزانې او ترقۍ وزیران، د اقتصاد دانشوران او شهري حقونو فعالان د نړۍ په اقتصاد بحثونه کوي.

د سږ کال غونډې د نهې، سه شنبې د ورځې نه په رسمي ډول پېل شوي او د نورو ترڅنګ په دوو اهم موضوعاتو به پکې غور کیږي، یوه د موسمي بدلون موضوع ده او بله د نړۍ د مقروضو ملکونو مرسته کول دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG