لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وعده کړې چې اوکراین ته به د روس د مقابلې دپاره فوري ګوله بارود رسوي


په داسې وخت کې چې د جنګ په محاذ کې د روس قواوو تازه پرمختګونو د اوکراین دفاع ته خطره پېښه کړې ده، وایټ هاوس وعده کړې چې د یو شپېته (۶۱) بلینه ډالرو منظور شوی امداد به په فوري توګه اوکراین ته رسوي.

وایټ هاوس وایي، صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي سره خبرې وکړې او د امریکا په دې ژمنې یې ټینګار وکړ چې "د روس د جارحیت په خلاف [د اوکراین] د آزادۍ په دفاع کې" به د هغه هيواد ملاتړ ته دوام ورکړي.

بایډن دا ټینګار هم وکړ چې انتظامیه به یې "چې کله سنېټ د قامي سلامتیا ضم شوی بل منظور کړي او بیا یې هغه لاسلیک کړي، سمدستي به په فوري توګه هغه نوې اهمې امنیتي بستې یا امدادي پکېجونه مهیا کړي کوم چې د جنګ په محاذ کې د اوکراین ضروریات پوره کړي."

صدر بایډن زیاته کړې چې د امریکا اقتصادي امداد به په اوکراین کې "مالي استحکام محفوظه وساتي، د روس د حملو نه پس د اهمو بنیادي اډانو بیابحاله کولو کې مرسته وکړي، او د اصلاحاتو حمایت به وکړي."

د اوکراین مشر زېلنسکي په ټېلیګرام باندې یو پوسټ کې ویلي چې د بایډن سره په ټلیفوني خبرو کې یې د هغه د حمایت او مشرتابه له کبله ورنه مننه کړې ده او همدا راز د امریکا د اېوان نمایندګان د سپیکر، مایک جانسن او د ډېموکرېټ استازو د مشر هاکیم جېفري ستاینه یې هم کړې چې په کانګرس کې یې د مرستې د مسودې په منظورولو کې کردارونه لوبولي دي.

زېلنسکي زیاته کړې چې بایډن ته یې "د روس د زرهاوو میزائیلو، ډرونونو او بمونو د فضایي دهشت" قصې کړې دي او ورته یې ویلي چې د دوی د همدې ټلیفوني خبرو څو منېټه وړاندې، روسانو د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کې د ټلوېژن په یو ټاور باندې هم حمله وکړه.

ماهرینو او د اوکراین قانونسازانو ویلي چې ممکن هفتې وخت تېر شي چې د امریکا منظور شوې مرستې تر اوکرایني پوځیانو پورې ورسیږي، خو دوی امید ښکاره کړی چې اوکراین سره وعده شوې د توپونو ګولۍ، هدایت پذیره میزائیلونه، او د فضایي دفاع سامان به هغه ملک کې د جنګ وضعیت چې د روس د جارحیت په وړاندې دفاعي حالت کې دی، بدل کړي.

د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر ویلیم برنز د زیارت/پنجشنبې په ورځ په ډالاس ښار کې د بوش سنټر فورم کې وویل: "د پوځي امداد له درکه چې څه قوت مېلاویږي، هم په سیاسي لحاظ او هم په ذهني لحاظ، په دې سره اوکراینیان په مکمله توګه دا قابلیت لري چې په ټول ۲۰۲۴ کال کې [د خپل محاذ] ساتنه وکړي او د پوټین دا جاهلانه خیال باطل کړي چې ګني وخت د هغه په ګټه دی."

خو څېړونکي وایي، د دې باوجود دا یقین نشته چې آیا اوکراین به د ۲۰۲۴ کال نه پس خپله دفاع کلکه وساتلی شي او که نه.

په واشنګټن کې د سټراټېجیکو او نړېوالو مطالعاتو په مرکز کې د یورپ، روس او یورشیا پروګرام مشر مېکس بېرګمن وایي: "اوکراین ته په کار ده چې په ۲۰۲۴ کال کې خپل ځواکونه د اوږدمهاله جنګ دپاره قوي کړي. د یورپ هدف باید دا وي چې ځان په داسې یو موقف کې راولي چې که آینده کې امریکا [اوکراین ته] کوم بل امداد منظوره نکړي، نو د هغه ځای ډک کړی شي."

د ګل/دوشنبې په ورځ لوکزامبورګ کې د یورپي اتحاد د دفاع او خارجه چارو وزیرانو ناسته درلوده، مګر اوکراین ته یې د اضافي مرستو کومې نوې وعدې ونکړې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG