واشنګټن – د امریکا دوو دفاعي چارواکو ویلي، امریکا غواړي چې په سنېټ کې د قانوني مسودې له تصویب کېدو سره په سمدستي ډول اوکراین ته د یو بیلینه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته واستوي.
دغو امریکايي چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې دغه پوځي مرسته به د امریکا له پوځي زېرمو څخه اخېستل کېږي او د حمارس توغندیو ګولۍ، جنګي موټرې، سټینګر توغندي او یو شمېر نور مهم جنګي سامانونه شامل وي.
د سپینې ماڼۍ یو جګ پوړي چارواکي ویلي، ولسمشر جو بایډن دفاع وزارت ته امر کړی و چې دغه پوځي مرستې "څو اونۍ مخکې" جرمني او پولېنډ ته انتقال کړي چې د قانوني مسودې د تصویب کېدو او په قانون باندې له بدلېدو سره سم اوکراین ته په بیړه ورسېږي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا سنېټ به له اوکراین، اسرایلو او تایوان سره د مرستې لپاره رایه ورکړي
د پنټګان ویاند جګړن پاټ رېډر ویلي، چې امریکا به په دې وتوانېږي چې دغه له مخکې څخه اټکل شوې مرسته په "څو ورځو کې " ورسوي.
هغه زیاته کړه، د مرستو په دې جوپه کې به د هوايي دفاع او توپخانې وړتیاوې هم شاملې وي.
د امریکا د استازو جرګې له میاشتو ځنډ څخه وروسته له اوکراین، اسرایلو او تایوان سره د ۹۵ بیلینه ډالرو مرستې قانوني مسوده تصویب کړه.
د استازو د جرګې مشر رېپبلېکن مایک جانسن دغه قانوني مسوده په یوه دوسیه کې د دې لپاره سره نغښتې وه چې مخالفین یې بیا د کومې برخې مخه ونشي نیولی.
جانسن د میاشتو لپاره دغه قانوني مسوده د رایه ورکولو لپاره نه رامخکې کوله.
سنېټ د اضافي مرستو دغه مسوده په لومړي ځل په فېبرورۍ کې هغه مهال پاس کړه چې اوکراین وویل، د وسلو او ګولیو د کموالي له امله د دوی ځواکونه په ځینو برخو کې په شاتګ ته مجبوره شوي دي.
د استازو په جرګه کې په دغې نوې پاس شوې مسوده کې له کیېف سره د مرستې لپاره ۶۱ بیلنیه ډالره، له اسرایلو او د غزې په ګډون د شخړو له نورو سیمو سره د بشري مرستې لپاره ۲۶ بیلینه او د انډو پسېفېک سیمې لپاره اته بیلینه ډالره ځانګړي شوي.
بایډن د خالي یا شنبې په ورځ له سنېټ څخه وغوښتل چې "د دې مرستو بسته ژر زما میز ته واستوی چې زه یې لاسلیک کړم او په قانون بدل شي."
دغه ډول د پنټګان ویاند ریډر د ګل یا دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې امریکا ښايي په کیېف کې خپل سفارت ته نور پوځي مشاورین هم واستوي.
Forum