د اسرايل پوځ چې په رفاع ښار د زمکني پوځي عملياتو تيارۍ کوي د شورو په ورځ ويلي په غزه پټۍ کې به دوه ريزرو لا احتياطي برګيډز ډويژنې ګوماري.
پوځ ويلي دغه بريګيډز به دفاعي او ځانګړي پوځي عمليات کوي خو د عملياتو نور تفصيل يې نه دی ښودلی.
اسرايلي چارواکو ويلي د حماس وسلوالو د نوغي ويستلو او خپل هدف ترلاسه کولو د پاره اړينه ده چې په رفاع کې زمکني عمليات وشي.
امريکا، ملګرو ملتونو او نورو په زمکني عملياتو انديښنې څرګندې کړي او وايي دا به په رفاع کې انساني ناورين رامنځ ته کړي.
د غزه د نيمې نه زياتې ابادۍ په دغه سيمه کې پناه اخستلې ده چې دا خلک د جنګ او اسرايل د وتلو د امر نه وروستو د غزه نه تښتېدلي. د اسرايل پوځ ويلي چې جنګي الوتکو يې تېره ورځ په غزه کې د پنځوستو نه زيات هدفونه په نخښه کړي.
اسرايل په سويلي لبنان کې د حزب الله په ځايونو هم هوايي حملې کړي چې د حزب الله د راکټونو ويشتلو په ځواب کې شوي او حزب الله وايي راکټونه يې اسرايل ته د عامو وګړو د وژني په غبرګون کې ويشتلي وو.
امريکا حماس او حزب الله دواړه ترهګرې ډلې ګرځولي. حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې وه او د اسرايلي شمېرو ترمخه نزدې دولس سوه اسرايليان يې وژلي وو او دوه نيم سوه يې ژوندي تښتولي وو.
اسرايل وايي وسلوالو اوس هم نزدې سل تنه يرغمل کړي او د دېرشو تنو مړي هم د هغوی په ولقه کې دي.
اسرايل وايي پوځي کمپين يې د حماس د ختمولو د پاره روان دی چې په راتلونکي کې بيا په اسرايل د حملې توان ونه لري. د غزه د صحت چارواکي وايي اسرايل په روانه جګړه کې کم نه کم 34,183 تنه فلسطينيان وژلي او نزدې 77,000 يې ژوبل کړي.
ياد چارواکي وايي په وژلو شوو تنانو کې په درېو کې دوه برخې ښځې او ماشومان دي.
په رپورټ کې څه معلومات د ای پي، ای اېف پي او رايټرز خبري ادارو نه اخستل شوي.
Forum